1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غږ ستوری

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

د «مریمې» سندره د حاضرینو له تودو چکچکو سره مخ شوه. خو «تورقومندان» د ژوري پلاوي ویاند «ولي» ته بډې ورکوي، څو د هغه لور «شکېبا» د «کابل ستورې» اعلان کړي!

https://p.dw.com/p/11fPS
لېمه سهار، د سندرو د يوې سيالۍ برخه اخېستونکې
لېمه سهار، د سندرو د يوې سيالۍ برخه اخېستونکېانځور: AP

همدې وخت کې د مریمې مور او پلار کلي کې تلویزیون ته اریان اریان ناست دي، خو هېڅوک نه پوهېږي، چې ستورې به څوک شي؟

شپاړس کلنه مریمه چې د ماین چاودنې پېښې په پښه معیوبه کړې، له ماشومتوبه یې سندرو وېلو سره مېنه وه. هغه له خپل پلار، مور او څلور کلن ورور «اجمل» سره په کلي کې اوسيږي. هغه چې کله یوازې شي، بیا ځان سره په پټه لنډۍ او سروکې وایي. د مور یې هم د هغې غږ ډېر خوښېږي.

داسې و، یوه ورځ چې مریمې له مور سره کالي وینځل، راډیو کې د قمرګلې سندره خپرېده. مریمې ورو ورو هغه سندره له ځان سره زمزمه کړه. مور خپله لور لا تشویق کړه، چې دې وخت کې پلار په کور راننوت. پلار لور ته په غوسه شو او ویې ویل چې کلي کې د ښځې غږ اوچتېدل لوی شرم دی! پلار راډیو له لور څخه واخسته.

له دې سره مریمه چوپه شوه، د کور په بالا خانه کې به یوازې، ګوښه کښېناسته او د هغې ساېرې غږ ته به غوږ وه، چې پلار په کپسه کې اچولې وه. ماشوم اجمل به هم ورسره و. مریمې ته به ځان هم کپس کې پرت مرغه برېښېده. بله ورځ چې پلار ښار ته تللی و، مریمه د خپل ماما د زوی «نوروز» کوژدې ته ولاړه. مریمې د نجونو او د ماما د لور «نازکو» په تشویق له دیره سره د «دسمال یې راوړ څونډي پې پورې، پې بوره مه شې د نوروز مورې!» سندره وویله.
دغې کوژدې ته له ښار څخه د مرېمې اکا «وحید ربابي» راوستل شوی و. هغه د مریمې د سحرګر غږ په اورېدلو سره هغه تر نورو ډېره تشویق کړه. خو مرېم چې کورته راورسېده د پلار له ګواښونو سره مخ شوه، چې بل ځل یې چېرته آواز پورته نه شي!

مریمې بیا نور ژوند پرایښی، بالاخانه کې ننوتې او د ساېرې له سوچه غږونو سره خپلو خپه شویو غږونو ته اوښکې تویوي. اجمل پټه د پلار راډیو راوړه. مریمې راډیو غلې روښانه کړه. په سندره پسې ویاند ووېل چې «وږمه راډیو» د ازادو سندربولو لپاره د سندرو سیالي اعلانوي...

د باندې د څه شي غږ شو، مریمې له وېرې راډیو بنده کړه، نو پوه نه شوه، چې سیالي چېرې او څه مهال جوړېږي؟
د تورقومندان لور «شکېبا» ځان دغې سېالۍ ته چمتو کاوه. خو چې مریمې د سیالۍ وخت ترې وپوښته، شکېبا داسې سپکه کړه، چې ته څوک یې چې ماسره ځان برابروې او تا په دې ګوډه پښه او خرابو جامو څوک سیالۍ کې قبلوي؟
مریمه غم نیولی او بیا له چا سره نه غږېږي. ښه و وحید اکا یې ددوی کورته راغی. هغه له سیالۍ خبر و او بیا یې مریمه له ځان سره د سیالۍ ځای ته بوتله. مریمې د پخوانۍ سندرغاړې دا سندره «نن مې بیا ژړا پرځان راځي، چې درګرده ځوابونه د جانان راځي...» وویله چې د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. خو تورقومندان ژوري پلاوي ته په بډو ورکولو سره خپله لور اوله کړه. هماغه و چې مریمه دویمه شوه.

ښه و وحید اکا له خپل ورور څخه د مریمې اجازه واخسته او هغه یې ځان سره کابل ته بوتله، چې روزنه یې وکړي.
د اکا کور یې په زاړه ښار کې و.مریمه د زاړه ښار لوېدلو او نړېدلو کوڅو ته ووتله. ګوري چې نه د چا غږ شته او نه د ساز ترنګا چېرې خېژي. مریمه سخته خپه شوه. ځان سره یې ویلې:
«تردې خو کلی ښه و. هلته د اوبو، باد، باران او آزادو مرغانو غږونه پر سړي لګېدل او دلته کسټونه او ټیپونه دي وچ غږونه را وباسي...!»

ښه و، وحید ربابي له هغې سره د موسیقۍ او سندرو وېلو تمرین پېل کړ چې په دې کې د «کابل ستوري» په نامه د سندرو نوې سیالۍ اعلان شوه. مریمه د خپل هنرمند اکا په ملاتړ د سیالۍ ځای ته ولاړه. ګوري چې تورقومندان خپله لور شکېبا دمخه راوستې او هغې بیا د مریمې په جامو او معیوبې پښې ملنډې پېل کړې. مغروره شکېبا ډاډمنه ده چې سیالي وړي! د مریمې نوبت را ورسېد او هغې د قمرګلې استاذې دغه سندره ووېله:
«راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې...

له دې سره مریمه د حاضرینو د چکچکو په بدرګه کې د ژوري پلاوي له لوري د «کابل ستورې» اعلانېږي. د مریمې مور او پلار چې کلي کې د تلویزیون له لارې د خپلې معیوبې لور دومره لوی بری ګوري، نو دواړه سخت خوشالېږي. او بیا مېړه ښځې ته وایي چې وروسته تر دې به د لور لپاره ښه شرایط برابروي، چې سندریز غږ یې لا وځلېږي.

ليکونکی: انور وفا

کتونکی: نسيم صابر