1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د غیر قانوني مهاجرو پر راتګ د تل له پاره بندیز دی»

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

د آسترالیا لومړی وزیر غواړي ټول هغه مهاجر چې دې هیواد ته د کښتیو له لارې او یا په ناقانونه توګه ورشي، د تل له پاره بندیز وضع کړي. دغه مهاجر د قانوني ویزې په درلودو سره هم نه شي کولای آسترالیا ته داخل شي.

https://p.dw.com/p/2Rvbk
Australien Einwanderungsgesetz gegen Flüchtlinge ist geplant
انځور: picture-alliance/dpa/Rossbach/Krepp

د آسترالیا حکومت د قانون د بدلون په پایله کې د کښتیو له لارې دغه هیواد ته د ناقانونه مهاجرو پر راتګ د تل له پاره د بندیز وضع کولو پریکړه کړې ده چې له امله یې د آسترالیا حکومت تر سختو نیوکو لاندي راغلی دی.

د آسترالیا د لومړي وزیر میلکم ټرن بول، حکومت ويلي دي چې هغه به په راتلونکې اونۍ کې دې هیواد ته د ناقانونه مهاجرو د راتګ په هکله د یو نوي قانون وړاندیز وکړي. د دې قانون له مخې به ټول هغه کډوال چې د ۲۰۱۳م کال له جولای میاشتې راهیسې د ناورو او پاپو نیوګیني د ټاپوګانو په کمپونو کې میشت دي او غواړي آسترالیا ته داخل شي، د تل له پاره بندیز وضع شي. همدا راز د دې نوي قانون پر اساس که چیري دغه کسان قانوني ویزه هم ترلاسه کړي، نه شي کولای چې آسترالیا ته داخل شي.

د دې ترڅنګ د دې نوي وړاندیز شوي قانون له مخې دغه کسان نه شي کولای چې د سیاحت او یا  سوداګریزو فعالیتونو له پاره آسترالیا ته داخل شي. د آسترالیا لومړي وزیر ټرن بول، د اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه نیټه د یکشنبې په ورځ د دې هیواد په سیډني ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «ټول هغه کسان چې غواړي د انساني قاچاقبرو په مرسته د کښتیو له لارې آسترالیا ته راشي، زموږ دروازې د هغوی پرمخ تړلي دي.»

دغه بندیز اوسمهال یوازې د بحرالکاهل د جنوبي ټاپوګانو پاپونیوګینې او ناورو ټاپوګانو کې د آسترالیا ترڅار لاندي کمپونو کې پر میشتو مهاجرو وضع شوی دی. د دې ترڅنګ دغه نوی قانون پر هغو ټولو مهاجرو هم عملي کیږي چې له وړاندي نه یې بل هیواد ته د تګ پریکړه کړي وي.

د آسترالیا لومړي وزیر همدا راز ویلي دي چې دغه نوی قانون ټولو هغو مهاجرو ته چې په کمپونو کې میشت دي یو څرګند پیغام دی چې د خپل حالت په هکله د آسترالیا د حکومت د موقف د بدلون په تمه ول.

بلي خوا ته د پیومن حقوقي مرکز د مهاجرو وکیل ډینیل ویب، وايي چې د قانون دغه ممکنه بدلون کورنۍ جلا کوي. د آسترالیا د وکیلانو د ټولنې ویاند ګریګ بارنس، ویلي دي چې دغه «ظالمانه» وړاندیز غیر قانوني کار دی او هیواد ته د بشري حقونو له اړخه یو ستر زیان دی.

په آسترالیا کې د کارګر ګوند مرستیاله تاینه پلي برسک، د آسترالیا د لومړي وزیر پر څرګندونو نیوکه کړې او وايي چې دا د آسترالیا د حکومت د بدو کړنو یو څرګند ثبوت دی. هغه وايي چې دا به له وخت څخه مخکې وي چې آیا د کارګر ګوند به له دې نوي قانون ملاتړ وکړي او که نه.

د آسترالیا حکومت د ټولو هغو کډوالو په هکله چې د کښتیو له لارې دې هیواد ته تلل غواړي، سخت تګلاره غوره کړې ده. د دغو پالیسو په اساس د ناقانونه کډوالو کښتۍ بیرته لیږل کیږي او یا آسترالیا ته د داخلیو پر ځای دوی د ناورو او پاپو نیو ګیني ټاپوګانو کې جوړو شوو کمپونو ته انتقالیږي.

نور مطالب: