1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې اولسمشر افغانستان ته سفر کوي

۱۳۸۶ آذر ۲۸, چهارشنبه

د فرانسې اولسمشر نيکولاس سرکوزي ښاي د عيسويانو د اختر کرسمس څخه د مخه افغانستان ته يو سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/DK7f
ښايي د جمعې او شنبې ورځو د پاره دفرانسې اولسمشر سرکوزي او ددې هيواد د دفاع وزير Herve Marin افغانستان ته سفر وکړي
ښايي د جمعې او شنبې ورځو د پاره دفرانسې اولسمشر سرکوزي او ددې هيواد د دفاع وزير Herve Marin افغانستان ته سفر وکړيانځور: picture-alliance/dpa

دا خبر د Le Figaro په نامه فرانسوۍ ورځپاڼي خپورکړی دی. ددې ورځپاڼي د انترنيټ په ننۍ پاڼه کي ليکل سوي، چي د Elysee په ماڼۍ کي د يوه داسي پټ پلان د پاره تياری نيول کيږي، چي اولسمشر نيکولاس سرکوزي د يوه ناببره سفر په ترځ کي په افغانستان کي د فرانسوي عسکرو، چي د نړيوال سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي استول سوي دي وګوري.

د فرانس پريس آژانس هم دغه خبر تايد کړی دی، او وايي چي ښايي د جمعې او شنبې ورځو د پاره دفرانسې اولسمشر سرکوزي او ددې هيواد د دفاع وزير Herve Marin افغانستان ته سفر وکړي، خو د امنيتي مسايلو له کبله د Elysee ماڼۍ دا خبرندی تايد کړی.

په روان وخت کي څه ناڅه زر تنه فرانسوي عسکرپه افغانستان کي د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي خدمت کوي.

د Le Figaro ورځپاڼه ليکي، چي په پاريس کي په دې هکله هم خبري سوي، چي ښايي تر 200 پوري خاص فرانسوي روزل سوي عسکر د افغانستان سويلي سيموته هم واستول سي.