1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

امانويل مکرون په ۳۹ کلنۍ کې د فرانسې الیزې ماڼۍ ته ورسيد. دا يو ريکارد دی. د بانک د دغه پخواني ځيرک مامور حيراونکی پرمختګ د فرانسې سياسي سيستم ته بدلون ورکړ.

https://p.dw.com/p/2cacE
Großbritannien Emmanuel Macron in London
انځور: Reuters/T. Melville

د فرانسې د «اي اين ای» پوهنتون استادانو د امانويل مکرون په هکله ويلي ول چې دی د ټينګې ارادې څښتن او تر خپل عمر پوخ دی. هغه په ۱۵کلنۍ کې خپل د ژوند ملګرې چې تر ده، ۲۴ کاله مشره ده، وپيژندله.

مکرون په ۲۷ کلنۍ کې په دوو رشتو کې لوړې زده کړې سرته رسولې وې او د مالي چارو په اداره کې پر يوه ښه پوست مامور وو. هغه په ۲۹ کلنۍ کې د خپل لاتينې ژبې له ښوونکې سره واده وکړ. په ۳۱ کلنۍ کې يې له «روتشيلد» مشهور بانک سره په کار پیل وکړ او لږ موده وروسته د دې بانفوذه بانک شريک وګرځيد او ډير شتمن شو.

د لا زياتو برياو هيله

خو دا ټولې برياوې د ده له پاره کافي نه وې. د فلسفې او اداري چارو په برخه کې لوړې زده کړې ترسره کوونکي مکرون له سياست سره ډيره علاقه درلودله. د يوه سپانسر کوونکي ژاک اتالي له لارې يې چې د فرانسې د ولسمشر مشاور وو، د سوسيالستي ګوند د مشرتابه او وورسته له ولسمشر فرانسوا اولاند سره آشنا شو. د يوه تکړه بانکوال په توګه امانويل مکرون په لومړي سر کې د اولاند اقتصادي مشاور شو. بيا له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶م کاله پورې یې د اقتصاد د وزير په توګه کار وکړ. مکرون تل نيغ په نيغه يوه پوست ته انتخاب شوی او په حقيقت کې ډيره کمه سياسي تجربه لري.

«مخ پر وړاندي»

د ۲۰۱۶م کال په دوبي کې د حکومت په دننه کې د یوې شخړې په ترڅ کې د ولسمشر له خوا له دندې څخه تر گوښه کولو مخکي هغه خپله استعفا وړاندې کړه. خو بيا یې هم وکولای شول خلک متحرک کړي. يو کال دمخه یې يو غورځنګ پیل کړ چې د ده د نوم لومړي حروف یعني «اي ايم» يې درلودله. «En Marche» يا «مخ پر وړاندې». دې غورځنګ په پيل کې هيڅ کوم ځانګړی پروګرام نه لاره. ۱۳۰ زره غړو یې د خپل ځوان مشر له پاره کمپاين وکړ او دی یې په پای کې د پاريس الیزې ماڼۍ ته ورساوه.

په لوبه کې ښه چانس

له مکرون سره بخت ډيره ياري وکړه. اکثريت فرانسويانو دی ډير نه خوښاوه، ځکه د اقتصاد د وزیر په توګه یې د اصلاحاتو قوانينو د کيڼ اړخو صنفي اتحاديو سخته غوسه راپاورلې وه. سربيره پر دې دا هم ويل شوي ول چې نوموړي ماليه په سمه توګه نه ده ورکړې. تر هغه وروسته چې د محافظه پال ګوند سیاستوال فرانسوا فيون په اړه د مالي افتضاح قضيه په ډاګه شوه، نو مکرون ته يو چانس په لاس ورغی.

د ښي اړخه سیاستوالې ماري لېپین د ولسمشري په توګه د انتخاب د پريکړې سره مخ ډيرو هغو فرانسويانو امانويل مکرون وټاکه چې له ده سره یې سخت سیاسي مخالفت درلود.

جذاب، خوش اندام او تل په توره دريشۍ کې راڅرګنديدونکی مکرون د لېپين ضد وو. د فرانسې ورځپاڼو هم له ده سره مينه درلودله.

بشپړه بدلون

«دا په فرانسه کې په بشپړه توګه د نسل بدلون دی. ټول زاړه کسان اوس نور نه شته. سرکوزي، ژوپه او اولاند نور نه شته. ناڅاپه د يوه ځوان له پاره لاره خلاصه شوه.» دا څرګندوني ۹۲ کلن روزنامه نګار الفريد ګروسر، له دويچه ويله سره په مرکه کي وکړې.

ګروسر مکرون ته يوه «ستر ائتلاف» په سترګه ګوري، دی یعني د منځني قشر يو سړی چې د ښي او کيڼ اړخو فکرونه عملي کوي. د ګروسر په آند دا هغه څه دي چې د فرانسې ويشل شوې ټولنه ورته اړتيا لري.

تر ټولو ځوان ولسمشر؟

امانويل مکرون د خپل ځان په هکله وايي چې له واک او شتمتني سره یې تغير نه دی کړی او په شخصي توګه ډير خواهشات نه لري. نوموړي په يوه مرکه کې ويلي ول چې يوازې خپله آزادي پرې تر هر څه ګرانه ده.» دی د اروپايي ټولنې پلوی دی، له آلمان سره ښې اړيکې غواړي او د پولو د پرانستو طرفدار دی او مهاجرو ته د «پياوړو انسانانو» په سترګه ګوري او د نړيوال کيدو له پاره هلې ځلې کوي.

مکرون يوازينی کانديد وو چې دا ډول څرګندوني یې کولې. خو آیا دی به په الیزې ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه دا هر څه عملي کړي؟

فرانسويان د نوموړي د ميرمن نقش ته هم ډيره په ليوالتيا سره په انتظار دي. دوی د خپلو ولسمشرانو د افتضاحو سره بلد دي. خو امانويل او بريجت يوه مثالي جوړه بريښي.

امانويل مکرون تر انقلاب را وروسته د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر دی. يوازې ناپليون تر ده د مخه په ۳۵ کلنۍ کې د فرانسې تر ټولو ستر مقام ته رسېدلی وو. دی ولسمشر نه وو بلکې په ۱۸۰۴م کال کې د فرانسې باچا شوی وو.

انځورونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب