1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې حکومت استعفا وکړه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

د فرانسې لومړي وزیر مانویل والس، ولسمشر فرانسوا اولاند ته د فرانسې د حکومت استعفا وړاندې کړه. اولاند هغه منلې او والس ته یې د نوي حکومت د جوړولو دنده سپارلې ده.

https://p.dw.com/p/1D0EK
انځور: Reuters

په پاریس کې د الیزه ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې ۲۵مه) اعلان وکړ چې د فرانسې لومړي وزیر مانویل والس ولسمشر فرانسو اولاند ته د حکومت استعفا وړاندې کړه. د الیزه له ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې فرانسوا اولاند د حکومت استعفا منلې ده. زیاته شوې ده چې د فرانسې ولسمشر، مانویل والس ته د نوي کابینې د جوړولو دنده هم سپارلې ده.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ الیزه، څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د هیواد مشر له هغه [والس] څخه وغوښتل چې داسې یو ټیم جوړ کړي چې له هغې له تگلارې سره برابر وي چې ده پخپله زموږ د هیواد له پاره تنظیم کړي وي.»

د فرانسې د حکومت د استعفی خبره د لومړي وزیر والس او د اقتصاد د وزیر آرناود مونتيبورگ، تر منځ په عامه محضر کې د اقتصادي سیاست او په ځانگړې توگه د آلمان له لوري د یورو د اقتصاد ځپلې زون له پاره د سپما د پروگرام پر سر ټېنگار، ناندرۍ راپورته کړې وې. د فرانسې د اقتصاد وزیر د «لې موند» په نامه فرانسوۍ ورځپاڼې ته ویلي وو چې آلمان پر اروپا د سپما سیاست «تپلی» دی او په وینا یې نور هیوادونه باید په دې هکله خپل غږ پورته کړي.

په کابینه کې دوهم ځلې بدلون

ولسمشر اولاند، د یورو د حوزې د مالي کړکیچ د حل له پاره د هغې یوې طرحې له پاره هڅې وکړې چې له مخې یې دولتي مالي لگښتونو ته ډیر زیات او دولتي مالي سپما ته لږ پام اړوي. خو په دې موده کې هغه بریالی نه شو چې په بروکسل کې خپل نور اروپایي شریکان قانع کړي او دغه اقتصادي تگ لاره له هغه سره ومني.

په دې اړه اولاند د خپل اقتصاد وزیر مونتیبورگ، په پرتله ډیر دیپلوماتیک چلند وکړ. کله چې څو ورځي مخکې له اولانده څخه د هغه د اقتصاد د وزیر د تبصرو په هکله پوښتنه وشوه ، هغه په ځواب کې وویل: «زه هیله من یم چې موږ خپل اروپایي شریکان قانع کړو چې اقتصادي ودې ته د نورو مسایلو په پرتله لومړیتوب ورکړي.»

والس، د روان میلادي کال د اپرېل په میاشت کې د ژان مارک آیرو، پر ځای د فرانسې د حکومت مشر ټاکل شوی وو. په هغه وخت کې د ده د ټاکل کیدو پر مهال په یو شمیر مهمو پوستونو کې بدلونونه رامنځ ته شوي ول. خو مونتيبورگ، په ۲۰۱۲م کال د اولاند او آیرو د کابینې له بنسټ ایښودونکو غړو څخه وو.