1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د«کالې» دکمپ تر تخلیه کولو دمخه اخوډبونه

۱۳۹۵ آبان ۲, یکشنبه

د فرانسې د شمال د«کالې»کمپ تر تخلیه کولو دمخه د مهاجرو او پولیسوترمنځ اخوډبونه رامنځته سوي دي. د کمپ څخه د مهاجرو ایستل شروع سوی، خوډیری کسان پټ سوي دي.په کمپ کي ډیرافغانان دي.

https://p.dw.com/p/2RaST
Flüchtlingscamps "Dschungel" in Calais
انځور: DW/H.T.Torode

د «کالې»د کمپ څخه ډیرو مهاجرو د شنبه په ماښام (د اکتوبر میشتي۲۲ نیټه» دهغه څخه د ایستلو په اعتراض کي پر پولیسو باندي ډبري واورولې او پولیسو بیا په جواب کي اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ.

د فرانسې حکومت غواړي دغه کمپ تر دوشنبه پوري تخلیه کړي او په رسمي ډول وايی، چي غواړي مخکي تر دې ژمی راورسیږي، هلته د یوې بشري فاجعې مخنیوی وکړي. په دغه کمپ کي د رسمي ارقامو پر اساس تقریبأ ۶۵۰۰ مهاجر ژوند کوي ، خو د مهاجرپلوه سازمانو په حواله هلته ۸۱۰۰ مهاجر اوسیږي.

ددغه کمپ اکثریت اوسیدونکي افغانان او سوډانیان دي ، او دا معلومه نده ، چي ایا په دغو کشمکشونو کي څومره افغانانو برخه اخیستې وه. د هغوی اکثریت غواړي انگلستان ته ولاړ سي. یا د کانال دلاري او یا هم په لاریانو کي پټ د خطرونو په قبلولو سره .

خو د حکومت په عقیده ددغه کمپ ډیری مهاجر باید په فرانسه کي دننه پر ۱۶۰ کمپونو باندي تقسیم سي،کوم چي همداواس یې لا ایستل شروع سوي دي. که هغوی ددې کار سره مخالفت وکړي، او حاضر نسي ، چي نورو کمپونو ته ولاړ سي، نو د حکومت په خبره به خپلو هیوادونو ته اخراج سي. دا مقررات پر هغه چا باندي لا هم تطبیقیږي ، چي نه غواړي بسانو ته ورپورته سي.

د هغو کسانو، خصوصأ کم عمره کسانو بیا چي خپلوان یې دمخه لا په بریتانیا کي دي، د انگلستان لخوا قبلیږي. خودځنگل په نامه دغه کمپ یو تعداد اوسیدونکي وختي لا د «کالې» دکمپ څخه وتلي دي،په نور ځایونو کي پټ سوي او کوښښ کوي ، چي انگلستان ته ولاړ سي.داچي په مغم کي به څومره افغانان شامل وي، په هکله یې پوره معلومات نسته. 

پرورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه (04.05.2015)