1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د تولوس په ښار کي کلابند سوی الجزايری ووژل سو

۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14P7b

د فرانسې د کورنيو چارو وزير وويل چي محمد مراح له هغه وروسته چي پوليس کور ته د ور ننوتلو تلاښ وکړی پر پوليسو ډزي وکړي او بيا ئې درې تنه ټپيان کړل ووژل سو.
مراح د فرانسې د تولوس په ښار کي وروسته تر هغه په خپل کور کښي محاصره سو چي د يهودانو په یو ښوونځی کښي ئې درې ته کوچينيان او یو ښوونکی ووژی. هغه تر دې مخکي درې تنه پوليس هم وژلي ول. مراح افغانستان او پاکستان ته هم سفرونه کړي ول او ويل کيده چي هلته ئې په تروريستي کمپونو کښي روزنه تر لاسه کړې وه.

دغه الجزايري فرانسوي ويلي ول چي غواړي د فلسطين د ماشومانو غچ واخلي او فرانسه په نورو هيوادونو کښي د لاس وهلو په خاطر پر گونډو کړي.