1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو تازه جزیات

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د فرانسې خلک نن د یکشنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو مارینې لوپن او امانویل ماکرون ترمنځ ټاکنه کوي. خو تر دې مخکې د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په ټاکنو کې د خلکو ونډه د تیر په پرتله کمه ده.

https://p.dw.com/p/2cYkv
Frankreich Wahlplakate Macron und Le Pen 2. Runde
انځور: picture-alliance/Maxppp/L. Vadam

په عین وخت کې د فرانسې د ټاکنو په هکله شوې نظر پوښتنې ښيي چې د دې هیواد پخوانی د اقتصاد وزیر، امانویل ماکرون به په دې ټاکنو کې بریالی شي. د دې نظر پوښتې پایلې د تیرې جمعې په ورځ خپرې شوې چې له پوښتل شوو کسانو څخه د ۶۱.۱ نه تر ۶۳ سلنه پورې یې د ماکرون ملاتړي وو.

که چیرته د دې نظر پوښتنو پایلې سمې ثابتې شي، نو د ولسمشر په توګه د ماکرون په ټاکل کیدو سره به هغه د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو ځوان ولسمشر شي.

امانویل ماکرون تر ډیره د اروپايي ټولنې د یو والي ملاتړی دی خو د هغه سیاله لې پین بیا د دې ټولنې خلاف ده او داسې ویرې هم شته چې د هغې د بري په صورت کې کیدای شي فرانسه هم له اروپايي ټولنې اخراج شي.

د ټاکنو د امنیت له پاره د یکشنبې په ورځ ۵۰ زره پولیس سرتیري په دنده ګمارل شوي دي. په وروستیو کلونو کې د فرانسې په مختلفو ښارونو کې ترهرګریز بریدونه شوي چې درنه مرګ ژوبله یې هم رامنځته کړې وه.

نن د یکشنبې په ورځ، د فرانسې د پاریس په ښار کې د لورې موزیم انګړ چیرته چې ټاکل شوې وه چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته، ماکرون خپلو پلویانو ته خبرې وکړي، یو شکمن بکس موندل شوی وو او دغه ځای د لنډې مودې له پاره تخلیه شو.