1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د کالې په کمپ کي یو مهاجر وژل سوی دی

۱۳۹۵ مهر ۲۸, چهارشنبه

د فرانسې د شمال د کالې کمپ د مهاجرو په منځ کي یو مهاجر وژل سوی دی. پولیسو ویلي دي،چي د څه ناڅه ۵۰ نشه اریتریايي او سوډاني مهاجرو تر منځ په نښتو کي دغه کس وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/2RRNU
Frankreich | Das Flüchtlingslager Calais kurz vor der Schließung - erste Flüchtlinge verlassen den Jungle
د فرانسې د کالې کمپانځور: REUTERS/ P. Rossignol

پولیسو چی دغه خبر د سه شنبه په ورځ(د اکتوبر میاشتي ۱۸ نیټه) ورکړی دی، ویلي دي،چي دغه پيښه د دوشنبه په ماښام رامنځته سوې ده. د هغوی په خبره تر کشمکشونو وروسته دوه زخمي مهاجر روغتون ته انتقال او یو تن یې هلته مړ سو. پولیسو همدارنگه ویلي دي، چي ددغو کشمکشونو په تور درې کسه نیول سوي دي. د سږکال په دوبي کي هم د ځنگله په دغه کمپ کي د اریتریايي او سوډاني مهاجرو تر منځ جنگونه رامنځته سوي وه، چي پکښي دوه مهاجر وژل سوي ول.

دغه کمپ ، چي پکښي په زرهاوو مهاجر اوسیږي،بایدپه لږو ورځو کي تخلیه سي. په کمپ کي تر سختو شرایطو لاندي اوسیدونکي مهاجر داسي یوه چانس ته منتظر دي،چي وکولای سي د اوبو له لاري بریتانیا ته ولاړ سي. په دغه سیمه کي د ۲۰۱۵ م کال له پیل څخه ۳۳ مهاجر وژل سوي دي، چي اکثره یې په لاریو کي انگلستان ته د ورتیریدو پر وخت له منځه تللي دي.

پرورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځورونه«30.08.2016»