د فرانسې نوی ولسمشر نن لوړه کوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سهشنبهاعلان
د فرانسې نوی ټاکل شوی ولسمشر فرنسوا اولاند به نن په پلازمنیه پاریس کې په یو لړ ځانگړو مراسمو کې د فرانسې د ولسمشر په توگه لوړه وکړي. تر لوړې وروستې به هغه خپل صدراعظم هم وټاکي. د نن ورځې په اوږدو کې به دغه سوسیالستي مشر د برلین په لور وخوځیږي چیرې چې به هغه د المان د صدراعظمې انگلا میرکل سره وویني. داسې اټکل کیږي چې د دغه دواړو مشرانو د خبرو اترو مهمه موضوع به د یورو د زون د پورونو بحران وي.