1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه ښوول شوې ده

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د فرانسې خلک نن د یکشنبې په ورځ تر اوږدو ټاکنیزو کمپاینې مبارزو وروسته خپل نوی ولسمشر ټاکي ترڅو د فرانسې پاشل شوې ټولنه یو ځل بیا متحده کړي. خو ویل کیږي چې د رایه ورکوونکو ونډه کمه ده.

https://p.dw.com/p/2cYdO
Frankreich Bildkombo Emmanuel Macron und Marine Le Pen
انځور: AFP/Getty Images

د فرانسې د ټاکنو له لومړي پړاو څخه دوه مخکښو نوماندانو د ټاکنو دوهم پړاو ته لار موندلې ده. په دې کسانو کې یو هم د دې هیواد پخوانۍ د اقتصاد وزیر امانویل ماکرون د ښي اړخو د ګوند له نوماندې ماریني لوپن چې د اروپايي ټولنې ضد ګڼل کیږي، سره یو ځای د ولسمشر د موقف له پاره مبارزه کوي.

په امریکا متحده ایالاتو او کاناډا کې میشت فرانسوي اتباعو د شنبې په ورځ خپلې رایې کارولي دي. داسې ښکاري چې په شرایطو برابر ځینې کسان د رایې ورکوونې پرځای په کور کې پاتې کیدو ته ترجیح ورکوي.

د ورځې په نیمايي کې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت رپوټ ورکړی چې په ټاکنو کې د خلکو ونډه ۲۸.۲ سلنه ده. دغه شمیره د ۲۰۱۲م کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ۳۰،۷ سلنه او د ۲۰۰۷م کال د ټاکنو پرمهال بیا ۳۴،۱ سلنه وه. 

د فرانسې د انتخاباتو اداره تمه لري چې په دې ټاکنو کې به د ټولو ۴۷.۶ میلیونو په شرایطو برابر رایو ورکوونکو له ډلې څخه ۷۵ سلنه برخه واخلي.