1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې په کالې کمپ کي يو افغان مهاجر وژل سوی

۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

د فرانسې په کالې کمپ کي يو افغان مهاجر د پنجشنبې په ورځ وژل سوی دي. دغه افغان مهاجر يو لارۍ موټر وهلی دی. د پيښي په اړه پلټني رواني دي.

https://p.dw.com/p/1IMWn
د فرانسې کالې کمپ
انځور: Getty Images/AFP/P.Huguena

د فرانسې د کالې بندري ښار د pas-de-Calais ادارې چارواکو خبر ورکړی دئ چي دغه ۲۲ کلن افغان مهاجر د پنجشنبې ورځي (۲۰۱۶م کال د مارچ ۳۱مه) سهار پر ۶ بجې د A16 په نوم لوي لاري څخه د تيرېدو پر مهال يوه لارۍ موټر وهلی دئ.

دوی ويلي دي چي له پيښي سره سم ژغورونکې ډلي سيمه ته رسېدلي خو د هغه ژوند ئې ونه سوای ژغورلای. دغه ادارې ويلي دي چي د لارۍ په موټروان پسې پلټني رواني دي.

دغه افغان مهاجر د فرانسې د کاله ښار په «ځنگل» کمپ کي ژوند کاوه. په دغه کمپ کي له مياشتو راهيسي په زرونو مهاجر بريتانيا ته د تگ په تمه شپې او ورځي تيروي.

د وروستيو رسمي شمېرو له مخي اوس هم په دغه کمپ کي شاوخوا ۳۵۰۰ مهاجر مېشت دي. د فرانسې پوليسو د روان کال په فيبرورۍ مياشت کي له مظاهرو او اعتراضونو سره سره د دغه اووه نیم هيکتاره کمپ د جنوبي برخي په نړولو پيل وکړ.

په دغه کمپ کي د تير کال له جولای مياشتي راهيسي ۲۰ مهاجر وژل سوي دي. د دغو مهاجرو ډېري ئې تلاښ کوي چي د يوروتونل لاري بريتانيا ته ځانونه ورسوي.