1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانکفورت د هوایي ډگر اعتصاب پای ته ورسید

۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبه

د آلمان د فرانکفورت د هوایي ډګر کارکونکو وروسته له پنځو ورځو څخه خپل اعتصاب پای ته ورساوه. د دغه اعتصاب له کبله د فرانکفورت له هوایي ډگر څخه ډیر شمیر پلان شوي پروازونه لغوه شوي دي.

https://p.dw.com/p/147ml
انځور: dapd

د هوایي ترافیک د کار کونکو صنفي اتحادیې له هغه وروسته دا پریکړه وکړه چې د فرانکفورټ د هوايي ډگر مسئول شرک فراپورت، له نوموړې اتحادیې سره د معاشونو د لوړولو په هکله د نوو خبرو اترو وړاندیز وکړ.

د هوایي ترافیک د کار کونکو د صنفي اتحادیې مشر میشایل شیفر، د فرانسي خبري آژانس ته وویل: «هغه لیکل شوی وړاندیز چې د خبرو اترو له پاره شوی دئ، د پام وړ دئ او موږ چمتو یو چې یو ځل بیا د خبرو اترو میز ته کښینو.»

شیفر زیاته کړه چې د چهارشنبې د شپې له نهو بجو وروسته به اعتصاب وځنډول شي. هغه یادونه وکړه: «تر هغه پورې چې خبرې اترې دوام لري او اړوند اړخونه ترې شا تګ ونه کړي موږ به په اعتصاب بیا لاس پورې نه کړو.»

له دې مخکې د فرانکفورت د هوایي ترافیک اتحادیې ګواښ کړی وو چې که چیرې د فراپورت شرکت د کار کونکو غوښتنې و نه مني نو دوی به د روانې اونۍ تر پایه پورې خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د فراپورت شرکت ویلي دي چې هغوی د کارکوونکو د معاشونو د لوړولو له پاره له دې مخکې هم ځینې اقدامات لاس لاندې نیولي وو خو د صنفي اتحادیې له خوا نه وو منل شوي.

له نوموړي اعتصاب سره د فرانکفورت په هوایي ډګر کې په سوونو پروازونه لغوه کړای شوي دي او یا پکښې ځنډ رامنځ ته شوی ډئ. اعتصاب د تیرې پنجشنبه په ورځ پیل شوی وو.

د فرانکفورت د هوایي ډګر کابو ۲۰۰ کارکوونکي نه يواځې د معاش لوړل غواړي بلکه دا ئې هم غوښتي دي چې د بخشش په توګه معاش کې دې هم لوړوالی راشي او د کار ساعتونه دې لږ کړای شي.

عبدالباري حکیم (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش