1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فراه د بخش آباد بند د جوړيدو قرارداد لاسليک شو

حسين سيرت۱۳۹۵ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د افغانستان حکومت په فراه ولایت کې د بخش آباد بند د جوړیدو قرار داد له یوه ایټالوي شرکت سره لاسلیک کړ. دغه بند پر فراه رود باندي جوړیږي چې تر بشپړیدو وروسته به ۱۰۴زره هکتاره ځمکه اوبه شي.

https://p.dw.com/p/1J74a
انځور: DW/Safi

که څه هم د دغه بند د جوړیدو اصلي هدف په فراه ولایت کې د کرهڼي او باغدارۍ پیاوړي کیدل دي، خو د افغانستان حکومت چارواکي وایي چې له دغه بند څخه به ۲۷میگاواټه بریښنا هم تولید شي.

فراه رود د غور ولایت له دولینه ولسوالۍ څخه سرچینه اخلي او د فراه ولایت څخه تر تیریدو وروسته د هلمند په ریگو ننوځي. دغه رود په موسمي ډول اوبه لري یعنی په ژمي او پسرلي کې کافي اوبه لري، خو په دوبي کې یې اوبه کمیږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دغه بند د قرار دارد د لاسلیکیدو په مراسمو کې چې په ارگ کې جوړ شوي ول، وویل: «دغه رود په ژمي کې پریمانه اوبه لري، خو پرته له کنتروله له لاسه او هیواده وځي. په دې معنی چې یوه پټه سرمایه لرو چې له لاس رسي وتلې ده.»

د بخش آباد بند پر جوړیدو څلور نیم میلیونه امریکايي ډالره لگښت راځي چې د افغانستان د دولت له بوديجې څخه ورکول کیږي. د دغه بند قرار داد د چهارشنبې په ورځ د هایدرو ارک په نوم له ایټالوي شرکت سره لاسلیک شو. په پام کې ده چې دغه بند د ۱۸میاشتو په موده کې جوړ شي.

په ۲۰۱۲م کال کې د بخش آباد د بند د جوړیدو چارې د پاکستان د نسپاک شرکت سره لاسلیک شوی وو، خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د کار د سستوالي او د دغه بند د جوړیدو په برخه کې د ناتوانۍ له کبله یې له نوموړي شرکت سره قرار داد لغو کړی دی.

د بخش آباد بند ۸۱ متره لوړوالی لري چې پکښې به۱۳۶۰میلیون متره مکعب اوبه زیرمه شي. د افغانستان حکومت تصمیم لري چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د ۳۳ متره په لوړوالي یو بل بند هم جوړ کړي.

د اوبو جوړولو بندونو ته توجه اړول

افغانستان څو سیندونه لري چې کولای شي چې د اطرافو د وچو د اوبولو له پاره کافي اوبه برابري کړي. کیدای شي له دغو بندونو څخه د برېښنا د تولید له پاره هم گټه واخیستل شي، خو د وروستیو څلورو لسیزو د ناخوالو له کبله حکومتونه د دغو بندونو په جوړولو نه دي توانیدلي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت په وروستیو میاشتو کې دغو بندونو ته ډیره توجه اړولې ده. په تیره یوه میاشت کې په هرات ولایت کې د سلما بند گټي اخیستني ته وسپارل شو، چې ډیري ځمکې اوبولای شي.

د کجکي د برېښنا بند د جوړیدو قرار داد هم لاسلیک شوی دی او په پام کې ده چې د یوه خصوصي شرکت له لوري دغه بند جوړشي او برېښنا یې پر حکومت او نورو شرکتونو وپلورل شي.

بخش آباد دریم بند دی چې قرار داد یې نن لاسلیک شو. د دغه بند د پرانیستلو په مراسمو کې د فراه ولایت د ولس استازو او مخورو هم گډون درلود او د حکومت دغه گام یې وستايه.

د فراه ولایت والي آصف ننگ، د قرار داد د لاسلیکیدو په مراسمو کې وویل چې د فراه ټول ولس چمتو دی چې د دغه بند امنیت ټینگ کاندي: «د فراه خلک او امنیتي ځواکونه به د دغه بند د امنیت ټینگولو او د دغې پروژې د بشپړیدو له پاره همکاري وکړي. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د فراه ولایت خلک د دغه بند د امنیت د ټینگښت له پاره پر خپلو ژمنو وفا وکړي او ورانکارو ته اجازه ور نه کړي چې د دغه بند د جوړیدو مخه ونیسي.»

د فراه والي وویل چې د بخش آباد بند جوړیدل به په دغه ولایت کې زراعت درې برابر ډیر کړي. هغه وویل چې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت ډیر کم شوی او په بدل کې به یې فراه ولایت ډیر غنم تولید کړي.