1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فراه د ګراني او ګنج آباد کليوال د وير په ټغر ناست دي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

د سيمي ډيري خلک هم له طالبانواو هم له دولتي قواوونه شکايت لري، وايي: طالبان يي کورونوکي په زور د «جهاد» په پلمه مرچلي نيسي او حکومت هم پرته له دي چه د ملکي خلکوژوند ته پام وکړي بمباري کوي.

https://p.dw.com/p/HlUK
بشري حقوق: ډيري ولسي خلک د زورزياتيو قربانيان دي
بشري حقوق: ډيري ولسي خلک د زورزياتيو قربانيان ديانځور: AP

په داسي حال کي چه د فراه ولايت ګراني اوګنج آباد کليوکي دايتلافي ځواکونوبمباري اود څه د پاسه سل تنوملکي وګړومړيني څخه دري ورځي واوښتي لاهم دقربانيانو کورني پاته شوني دوژل شويوخپلوانويادونه ځوروي او د حکومت اوطالبانوبد سلوک څخه شکايت کوي.

د فراه د ولايتي شورا رييس محمد نذيرخدمت هم د ټلفون له لاري هلته د لسګونو ملکي وګړومړينه تاييد کړه، مګرد پيښي پړه يي ځکه په وسله والوطالبانو واچوله چه دهغه په وينا د ولسي خلکومينځ کي ځان پټوي.

فراه کي د ملکي وګړو د موضوع د څيړني په نيت د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يوه لوړپوړي مامورجنرال ياسين خان ترمشري لاندي د ملي اوردو اوايتلافي ځواکونو استازي سيمه کي اوسي.

دفراه والي روح الامين که څه هم په لمړي سرک دپيښي قربانيان ټول وسله وال طالبان وګڼل خواوس اوس يي له سيمي د لومړنيومعلوماتوپه اساس ژبه واړوله خپل دفترکي يي لږترلږه دسل تنه ملکي وګړو مړينه خبريالانو سره په خبروکي ومنله:«په خوابدي سره بايد ووايم چه دجګړي په مهال ايتلافي ځواکونوبمباري وکړه لږترلږه سل تنه ملکي وګړي پکي مړه شول»

دفراه والي زياته کړه پيښه کي ۳۰تنه وسله وال طالبان اود جګړي دوام کي دري تنه پوليس هم مړه شول. هغه وويل چي ۱۱تنه ملکي اوڅلورتنه نظاميان ټپيان شوي دي.

د سيمي ډيري خلک هم له طالبانواو هم له دولتي قواوونه شکايت لري، وايي: طالبان يي کورونوکي په زور د «جهاد» په پلمه مرچلي نيسي او حکومت هم پرته له دي چه د ملکي خلکوژوند ته پام وکړي بمباري کوي.

د ګراني د کلي يواستوګن حاجي ملااحمدشاه چي ۵۵کلونو عمرلري وويل: «پنځوس تنه عزيزان مي په دغي بمباري کي له لاسه ورکړل». له ملا احمد شاه څخه مي چي د يوي يولس کسيزي کورني يواځني پاتي شوني غړي دي‎، وپوښتل څه هيله لري؟ په ژړايي وويل: « ځوانه لور، زامن وريرونه او د زړه کتري مي خاوري شوي.داسي چه په مړينه يي هم زما ديدن ونه شو. هغوي ټوټي شوي وه لکه سکاره غوندي.» هغه وويل: « قبريي هم رانه ورک شو ځکه دکليوالو په وينا د کورني غړي هغوي په يوه ډله ايز قبر کي خښ کړل.» په دغه قبر کي د هغو کسانو مړي خښ شوي چي جسدونه د پيژندو وړ نه ؤ.

د هغه د وينا له مخي په لمړي سرکي هلته د وژل شويوکسانوپه اړوند شکونه څرګند شوي ؤ.

دګراني اوګنج ابادکلي کي ټولي خوني د بمونود زورله کبله لړزيدلي مګراولس کورونه يومخ ړنګ دي چه دسيمه ايزه خلکو په وينا هيڅ ډول لومړني مرستي د دغه راپورتربشپړيدو ندي ورسره شوي.

شريف شريفار

کتونکي: عبدالباري حکيم