1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرخندې په قضیه کې د تورنو پولیسو محکمه ځنډیدلې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

یوه افغان قاضي د هغو ۱۹ تنو پولیسو په قضیه کې د پریکړې صادرول ځنډولي دي چې د فرخندي د وژل کیدو په پیښه کې ورباندې بیلابیل تورونه لګیدلي وو. پر پولیسو باندې تر ټولو لوی تور، د فرخندې په ژغورنه کې پاتې راتلل دي.

https://p.dw.com/p/1FNZE
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

یوه افغان قاضي مجددي د یکشنبې په ورځ وویل چې د فرخندي د وژل کیدو په قضیه کې د پولیسو د دوسیې څیړنه لا ډیر وخت ته اړتیا لري. پر پولیسو باندې تر ټولو لوی لګیدلی تور له قهرجنو خلکو څخه د فرخندې په ژغورنه کې پاتې راتلل دي. ښاغلي مجددي روښانه کړه چې د پیښې په اړه به خپله پریکړه تر څیړنو وروسته واوروي.

د فرخندې د قتل د قضیې په تړاو ټول ټال ۴۹ کسان نیول شوي وو چې له ډلې څخه يې پر څلورو کسانو د اعدام او پر اتو تنو نورو باندې د ۱۶ کاله بند سزا وتلې وه. په عین حال کې ۱۸ تنه نور تورن کسان د کافي شواهدو د نه شتون له کبله آزاد شو ‎ي دي.

فرخنده تر دې مخکې د کابل ښار د «شاه دو شمشیره ولي مسجد» مخې ته د قهرجنو افغانانو له خوا لومړی تر مرګه ووهل شوه او بیا يې جسد ته اور ورته شو. پر هغې باندې د مسجد یوه ملا تور لګولی وو چې قرآن شریف ته اور ورته کړی دی. خو بیا وروسته څړینو وښوله چې پر هغې باندې لګیدلی تور غلط وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب