1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرخندې کورنۍ: هيڅوک مو دفاع نه کوي

مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبه

د فرخندې کورنۍ وایي د محکمې د هغې پریکړې په اړه ورته په رسمي توګه معلومات نه دي ورکړل شوي چې له مخې يې د فرخندې په وژنه محکوم درو تنو د اعدام سزا په شل کاله بند او د یوه بل تن د اعدام سزا په لس کاله بند بدله شوه.

https://p.dw.com/p/1Frfq
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د فرخندې ورور نجیب الله، له دویچه ویله سره په مرکه کې هغه پریکړه چې د فرخندې د مرگ د قضيې په اړه شوې غیر عادلانه وبلله او د افغانستان پر قضایي سیستم یې تور ولګاوه چې د دغي قضيې په اړوند غونډو په اړه معلومات نه ورکوي.

نجیب الله همداراز وویل چې محکمې یوه بل تورن کس چې په ۱۶ کلونو بند محکوم وو برائت ورکړی دی. هغه وويل: «موږ په دغه شان پریکړو څوک نه خبروي. دوی داسې پریکړي کوي لکه غلا چې کوي. موږ بیا وروسته له نورو لارو خبریږو. دا زما له نظره غلا ده.»

فرخنده د روان کال په مارچ میاشت کې د کابل ښار په زړه کې د یو شمیر کسانو له خوا د قرآن شریف د سوځولو په تور تر وهلو ټکلو لاندي ووژل شوه او وروسته يې جسد ته اور واچول شو. تر دغي پيښي وروسته په افغانستان کې ستر اعتراضونه پيل شول او وروسته بيا د کابل ابتدایي محکمې د فرخندې په قضیه کې څلور تنه په اعدام او اته تنه نور په ۱۶ کاله بند محکوم کړل.

په افغانستان کې مېشته امريکايي مدافع وکيله میرمن کمبرلي موتلي، د فرخندې په قضيه کې يې په ابتدايه محکمه کې د هغې د کورنۍ وکلات کاو، وايي چې د فرخندې کورنۍ حق لري چې د قضيې په اړوند غونډو خبره شي: «دا چې د فرخندې کورنۍ محکمې ته نه وه ور بلل سوې دا بې انصافي ده. محکمه بايد دا خبره روښانه کړې چې ولې یې دغه جزاوي کمې کړې دي.»

میرمن کمبرلي چې اوس د فرخندې کورنۍ وکالت نه کوي وايي چې دغه پریکړه په افغانستان کې د ښځو د حقونو او همداراز د قانون د حاکمیت پر وړاندي بې انصافي ده.

د فرانسې خبرې آژانس د کابل د ایستناف محکمې د یوه قاضي ناصر مرید په حواله لیکلي دي: «د ایستیناف محکمې پریکړه وکړه چې د دغو کسانو جزا راکمه کړي. درې تنه یې په ۲۰ کاله بند او یو تن یې په لس کال بند محکوم شوي دي.»

د ولسې جرګې استازې میرمن مریم کوفي، له دویچه ویله سره په خبرو کې دغه پریکړه غیر عادلانه وبلله او ویې ویل چې د عدالت د ټينگښت له پاره به تر سترې محکمې پورې ولاړه شي: «د افغانستان خلک او په خاصه توګه ښځې د محکمې دې پریکړې سخت زورولي دي. دا د افغانستان د ښځو په حق کې یوه نه هیریدونکې جفا ده.»

«هيڅوک مو دفاع ته چمتو نه دي»

نجیب الله وویل چې تر اوسه پوري مدافع وکیل نه لري، ځکه وکيلان وايي چې په قضايي نظام کې د فساد له کبله کار نه شي کولای: «له بلې خوا د یوه وکیل د استخدامولو له پاره پیسو ته اړتيا ده او زه پیسې نه لرم. پر دې سربیره په دې قضيه کې مدافع وکیل ته اړتیا نه شته ځکه ټول شواهد موجود دي.»

میرمن کمبرلي موتلي هم دا خبره مني چې په دې فضیه کې ډیر فشارونه موجود دي: «د فرخندې په قضیه کې يو شمېر داسي کسان ښکېل دي چې خطرناکه دي نو له دې کبله ځيني کسان ویریږي.»

د فرخندې کورنې پر ولسمشر غنې باندې غږ کړی دی چې په دې پیښه کې مداخله وکړي او عدالت ټينگ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب