1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرخندې کورنۍ: په بېره کي ژوند کوو

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

د فرخندې مور و پلار وايي چي د لور تر وژل کېدو وروسته يې ژوند ډېر خراب سوی او تر رواني فشار لاندي ژوند کوي. فرخنده د روان مېلادي کال د مارچ پر۱۹مه په کابل کي يوې ډلي تر وهلو ټکولو لاندي ووژل او بيا يې جسد ته اور واچول سو.

https://p.dw.com/p/1FjoY
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د فرخندې تر قتل درې مياشتي وروسته لا هم د هغې کورنۍ تر زيات فشار لاندي ژوند کوي. د فرخندي ۷۲کلن پلار محمد نادر ملکزاده له اسوشيېتد پريس خبري آژانس سره يې په خبرو کي ويلي دي: «موږ نورمال ژوند نه سو کولا، زموږ کوچنيان نور مکتب او پوهنتون ته نه سي تللای، موږ حتی د سودا له پاره نه سو وتلای.»

د فرخندې سپين ږيری پلار وايي چي د لور تر وژل کېدو وروسته يې ټوله کورنۍ تر لوی رواني فشار لاندي ده. هغه ويلي: «زموږ کور نور کور نه دی، بلکي په دوږخ بدل سوی دی.»

د فرخندې د پلار ناهيلۍ هغه وخت لا زياتي سوې کله چي د افغانستان يوې ابتدايه محکمې د فرخندې په قتل د تورنو ۴۹ کسانو څخه ۳۷ آزاد کړل. هغه پاتو کسانو ته چي محکمې کومي سزاوي واورولې د فرخندې د کورنۍ په آند ډيري کوچنۍ دي.

۱۹کلنه فرخند د روان مېلادي کال د مارچ مياشتي پر ۱۹مه نېټه په سپينه ورځ د کابل په زړه شاه دوشمشېره زيارت کي د يو تعويذ ليکوونکي له خوا د قرآن کريم د نسخو په سوځلو تورنه سوه. تر دغه تور وروسته د په غوسه نارينه وو يوې ډلي فرخنده تر لغو، سوټو او ډبرو لاندي ووژل او بې په کابل رود کي جسد ته اور واچول سو.

د فرخندې د مرگ پر۴۰مه ورځ په هغه سيمه کي چي دا ووژل سوه د تياتر يوه ژوندۍ ننداره وړاندي سوه چي پکښي د فرخندې د وژني حالات تمثيل سو.

د فرخندې مور و پلار، اوه ورونه او خوېندي او د هغې ورېندارګاني او اولادونه وايي چي هغه کسانو چي د فرخندې په نوم د خپلو لېوالتياو او ګټو له پاره فعاليتونو ته ادامه ورکړې، د فرخندې کورنۍ يې هيره کړې ده.

د فرخندې کورنۍ وايي چي د قتل په تور د تورنو کسانو او د هغوی د کورنيو د غچ اخيستني له کبله د بيري له کوره نه سي وتلای. هغوی وايي چي د فرخندې د کورنۍ مشران نور د کار او روزګار له پاره دباندي نه سي وتلای او کوچنيان هم ښوونځيو ته نه سي تللای. د فرخندې ۳۷ کلن ورور ويلي دي چي که «کوچنيان ښوونځي ته ولاړ نه سي نو به نالوستي پاته سي.»

د فرخندې مور بي بي حاجرې ويلي دي چي داسي احساس کوي چي ژوند يې په خطر کي دی. هغې د عدالت او يوه خوندي ځای ته د انتقالېدو غوښتنه کړې ده: «زه نه پيسې او نه هم طاقت لرم چي د دغه له پاره مبارزه وکړم.»

د فرخندې د قتل په قضيه کي محکمې څلورو کسانو ته د اعدام سزاوي واورولې. ۱۸ نور تورن کسان د ثبتونو د نشته والي له کبله آزاد سول او ۸ نورو ته بيا د ۱۶کالو بند سزاوي واورول سوې.

د فرخندې د قتل په قضيه کي ۱۹ تنه پوليس هم د خپلي دندي د نه پر ځای کولو په تور نيول سوي ول چي ۸ ئې آزاد او۱۱ نور يې په يو يو کال بند محکوم سول.

د فرخندې پلار وايي چي دغه فيصله بالکل د منلو نه ده. هغه وايي هغو کسان چي د دغي معصومي نجلۍ د قتل ننداره کول او د هغې د ژغورلو هڅه يې نه ده کړې هغوی هم مجريمين دي.

هغه وايي چي د فرخندي په وژنه کي برخه اخيستونکي يو شمېر کسان له سره نيول سوي نه دي. د فرخندې پلار وايي چي کورنۍ يې نه سم خوراک کولای سي او نه هم سم بيدېدلای سي او اکثره وخت يې اوس هم په کور کي ژړا وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل