1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فساد رسوايي د ترکيې حکومت لړزولی دی

مسعود جهش/ باساک۱۳۹۲ دی ۵, پنجشنبه

د ترکیې حکومت له یوه کړکیچ سره لاس او گریوان دی. تر هغه وروسته چې درو تنو ترکي وزیرانو د خپلي استعفأ اعلان وکړ، د ترکیې لومړي وزیر خپله نیمایي کابنه بدله کړه. د دغو تبدیلیو اصلي لامل په اداري فساد پوري تړلی یو جنجال دی.

https://p.dw.com/p/1Ah7d
انځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

۲۰۱۳ کال د ترکیې د لومړي وزیر رجب طیب اردوان، او د هغه د کابینې له پاره یو ښه کال نه وو. لومړی په گیزي پارک کې پراخ لاریونونه او اوس هم د اداري فساد رسوايي. دغه دواړه د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو دوې لویې ستونزي دي چې اردوان او د «عدالت او توسعې گوند» یې ورسره مخامخ شوي دي.

د رواني میاشتې پر اوولسمه نېټه په استانبول او انقره کې۵۰ کسان ونیول شول. دغه کسان تر یوې څېړنې وروسته د پولیسو له خوا ونیول شول. دغه څېړنه د ترکیې او ایران تر منځ د نفتو په برخه کې د یوه تړون په هکله شوې وه. ویل کیږي چې له ایران څخه دغه نفت د ملگرو ملتونو د بندیزونو له کبله په پیسو نه دي شوي، بکله ایران ته د نفتو په بدل کې سره زر ورکړل شوي دي. همداراز ویل شوي دي چې دغه معامله په غیر قانوني ډول ترسره شوې ده.

د دغې پېښې په تړاو پر نیول شویو کسانو باندې د تقلب، د پیسیو د سپینولو او لوړپوړو چارواکو ته د رشوت ورکولو تورونه لگول شوي دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې د دوو وزیرانو او دوو نورو لوړ پوړو چارواکو زامن هم شامل دي. هغه وزیرانو چې زامن یې د دې پېښې په تړاو نیول شوي دي له خپلو دندو څخه استعفاوي کړي دي.

د ترکیې لومړي وزیر تر دغه رسوایي وروسته په خپلو لومړیو څرگندونو کې وویل چې د «عدالت او توسعې گوند» فساد نه شي زغملای. هغه په انقره کې وویل چې که په حکومت کې فساد دوام پیدا کړي نو هغه به د خپل وجود لامل له لاسه ورکړي. تر دې مخکې اردوان په هيواد دننه او دباندی کي د قضایي چارواکو اقدامات د خپل حکومت پرضد د «تور اتحاد تور عملیات» بللي ول. هغه ویلي ول چې په ترکيه کې یو «موازي حکومت موجود» دی چې غواړي د هغه د حکومت حیثیت ته تاوان ورسوي.

د نړیوالو اړیکو استاد صالح اوزل، وایي چې همدا اوس د ترکیې سیاست له یوه ډیر سخت حالت څخه تیر شوی دی. هغه زیاتوي چې د عدالت او توسعې گوند چې په پارلمان کې اکثریت لري کولای شي چې خپله کابینه په خپله خوښه بیرته جوړه کړي. خو پر دې سربیره هم د ناحیو ټاکنې چې په مارچ میاشت کې ترسره کیږي مهمي دي. اوزل وایي: «زه فکر کوم چې دغه سخت حالت به د ناحیو تر ټاکنو پوري دوام وکړي.»

په پارلمان کي د فساد پرضد احتجاج
په پارلمان کي د فساد پرضد احتجاجانځور: Reuters

د واک پر سر مبارزه

د سیاسي کارپوهان په اند د اداري فساد د رسوايي تر شا د فتح الله گولن په نوم اسلامي خوځښت او د عدالت او توسعې گوند تر منځ د واک پر سر مبارزه ده. احمد سیک یو ژونالیست او خبریال دی چې د گولن خوځښت په اړه یې یو کتاب هم لیکلی دی. هغه وایي چې د دغه رسوايي د گولن گوند د عملیاتو په پایله کې رامنځته شوې ده. دغه ژونالیست په دې باور دی چې د رسوالي د رامنځته کیدو اصلي هدف د اردوان د گوند ړنگول ول. له څو کلونو راهیسې ویل کیږي چې په ترکيه کې د گولان خوځښت غړي په پولیسو او عدلي برخو کې ډیر ښکیل دي. حکومت تر هر څه مخکي هڅه کوي چې د روانو څېړنو مخه ونیسي. سیک وایي چې دا په قضايي چارو کې شدیده مداخله ده.

نړیوال سیاست

د ترکیې کورنی کړکیچ د دغه هیواد پر بهرني سیاست باندې ډیر اغېز لري. لومړي وزیر اردوان پر بهرنیو هیوادونو با ندي تور لگولی دی چې د هغه د حکومت پر ضد تبلیغات کوي. هغه ویلي دي چې یو شمېر سفیران په ترکيه کې پاروونکي اعمال ترسره کوي. کارپوهان وایي چې اردوان کېدای شي په دې کار سره د امریکا سفیر ته اشاره کړې وي، خو د امریکا سفیر دغه خبره رد کړې ده او ویلي یې دي چې کوم پاروونکی کار یې نه دی ترسره کړی.

احمد سیک وایي چې دا په حکومتونو کې یوه معموله شیوه ده چې هره رسوايي له توطئې سره تړي. صالح اوزل هم دغه خبره تاییدوي او وایي چې د اردوان وروستیو څرگندونو د ترکیې او متحده ایالاتو اړیکو ته ډیر زیات رسولی دی.