1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فساد پر ضد د غني له جدیت څخه د خلکو هرکلی

حسین سیرت۱۳۹۳ مهر ۲۴, پنجشنبه

د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې د ولسمشر اشرف غني جدیت د یوې ښې کابینې د رامنځ ته کیدو هیلې ډیرې کړې دي. ولسمشر غني د خپل د کار د پیلیدو راهیسې د فساد پر ضد اقدامات ترسره کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DWbL
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی، د ځمکې غاصبانو ته گواښ کړی دی چې له دې کاره لاس واخلي. هغه ویلي دي چې دغه شان کسان په افغانستان کې ځای نه لري. ښاغلي احمدزي همداراز سوداگرو ته هم گواښ کړی دی چې په لوړه بیه د محصولاتو له پلورلو څخه ډډه وکړي.

بعضي کتونکي وايي چي د ولسمشر غني وروستي اقداماتو په افغانستان کې په تیرو ۱۳ کلونو کې سابقه نه ده لرلې. دغه کتونکي ادعا کوي چي پخواني ولسمشر کرزي د ځمکې له غاصبانو سره که هغوی په دولت کې وه او که له دولت بهر، مصلحت او مدارا کوله.

یو شمیر مدني ټولنو هم د ولسمشر غني د وروستیو اقداماتو هرکلی کړی دی. د بېلګي په توګه د عدالت د تأمینېدو مدني خوځښت بنسټ، د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۶مه نېټه) د ملي یووالي حکومت د وروستیو اقداماتو هرکلی وکړ. هغوی د افغانستان له ولسمشر څخه وغوښتل چې په اداري فساد اخته کسان د وزیرانو په توگه و نه گوماري. د دې بنسټ یوه غړي احمد ذکي، وویل: «له لوړو څخه بیا تر ټیټو دولتي پوستونو پوري باید تقررۍ د شایسته سالاري، ژمنتیا او تخصص پر اساس وشي. دا هغه څه دي چې په خواشینۍ سره په تیرو کلونو کې مطرح نه وو.»

د ځمکې غاصبانو ته گواښ

د افغانستان نوې کابینه لا تر اوسه پورې نه ده مشخصه شوې. ولسمشر غني ویلي دي چې د خپل کار له پیل څخه ۴۵ ورځې وروسته به کابینه پارلمان ته ور وپیژني. د مدني ټولنې فعالانو له ولسمشر غني څخه غوښتي دي چې نوې کابینه باید د ټاکنیزو تیمونو د غړو له خوا انحصار نه شي.

دغه بنسټونو ویلي دي چې افغانستان په تیرو ۱۳ کلونو کې طلایي فرصتونه له لاسه ورکړي دي. په دې موده کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ډیرې مرستې وکړي چې ډیره برخه یې د اداري فساد له کبله په مناسبو برخو کې نه دي مصرف شوي.

ولسمشر غني د ښوونکي د ورځې په مناسبت په خپلو وروستیو خبرو د ځمکې غاصبانو ته هم گواښ وکړ. هغه وویل: «د ځمکې هر غاصب چې د پوهنې او روزنې وزارت د جایداد پر وړاندي واقع شي، په دې هیواد کې ځای نه لري.»
افغان ولسمشر د دولتي کارکوونکو پر وړاندې هم یو جدي چلن غوره کړی دی. هغه له ټولو وزارتونو څخه غوښتي دي چې خپل رپوټونو د واقعیتونو پر اساس چمتو کړي.

له زورواکانو سره مخامخیدل

د مدني ټولنې د فعالانو په خبره په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه اسانه کار نه دی. د هغوی په خبره په اداري فساد کې داسې کسان هم لاس لري چې هم وسلې او هم له سیاسي لحاظه ډیر ملاتړ لري.

د مدني خوځښت بنسټ بل غړي عین الدین، وویل چې ټولنیز عدالت په هغه صورت کې تطبیق کیدای شي چې دولتي سازمانونه په فساد اخته نه وي: «که دولت یو زور واک نیسي هغه چا ته وسپاري؟ لومړی باید قضا او څارنوالي اصلاح شي ترڅو کله چې یو تورن هغه ته سپارل کیږي ورباندې عدالت تطبیق شي.»

د مدني ټولنې غړي وایي چې د فساد پر وړاندې د ولسمشر غني اقدامات به د خلکو د ملاتړ څخه برخمن وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب