1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو اصطراري حکومت په لومړي ځل سره راغونډ شو

۱۳۸۶ خرداد ۲۸, دوشنبه

د فلسطنيانو بېړنی حکومت په لومړي ځل د ښاغلي سلام فياد په مشري سره په رم الله کې راټول شوی دی. د اطلاعاتو وزير رياض المالکي وويل چې غواړي په دې باندې کار وکړي چې امنيت ټينگ او د غزې تړانگې او غربي اردون د سيمو تر منځ يو والی منځ ته راشي.

https://p.dw.com/p/DKE5
د غزې تړانگه او د غربي اردون فلسطيني سيمه
د غزې تړانگه او د غربي اردون فلسطيني سيمهانځور: AP Graphics/DW
نوی حکومت د توندلارې حماس ډلې د احتجاجونو سره سره غواړي چې د غزې تړانگه او د غربي اردون فلسطيني سيمه يو واحد ملت گڼي. د فلسطنيانو ولسمشر محمود عباس د پنج شنبې په ورځ د حماس او الفتح گوندونو حکومت د منځه وړی و او يوه بېړني حکومت د يکشنبې په ورځ لوړه کړې وه. حماس ډله په نوي حکومت کې ونډه نه لري.