په فلوريدا کې د همجنسبازانو پر کلب بريدکوونکی وژل شوی
۱۳۹۵ خرداد ۲۳, یکشنبه
د همجنسبازانو په «پالس» نومي کلب کې شوي بريد ښايي ګڼه مرګژوبله اړولې وي. عيني شاهدان وايي چې د اوتوماتيکې وسلې په ذریعه ډېرې ډزې وشوې چې ورپسې پوليسو د نڅاځای مخکې يوه «قصدي چاودنه» رامنځ ته کړه.
د ټپيانو او وژل شوو کسانو دقيق شمېر لا څرګند شوی نه دی. پوليسو د تويتر د لارې خبرداری ورکړی دی چې خلک دې له دغې سيمې څخه لېرې پاته شي. له څو ساعته متقابلو ډزو وروسته پوليسو خبر ورکړ چې د بريد عامل وژل شوی دی. د «پالس» په نوم کلب په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي ول: «ټول ووځئ او منډه ووهئ.»
عيني شاهدان څه وايي؟
عيني شاهد، ريکاردو نېګرون، د سکاي نيوز تلويزيوني چېنل ته وويل چې خلک سمدلاسه پر ځمکه پرېوتل کله چې ډزې پيل شوې. داسې ښايي چې بريد کوونکي لومړی په چټ ډزې کړې وي، چې ورسره د چراغونو څخه شيشې هم ولوېدلې. نېګرون زياتوي: «ورپسې په ډزو کې لږ ځنډ راغی. ځينې خلک پاڅېدل او د شاته پرتې دروازې د لارې وتښتېدل.»
د کلب خاوند، کريستوفر هانسن، زياتوي: «ما هيڅ نخښه ويشتونکی ونه ليد، ما يوازې ليدل چې خلک څنګه پر ځمکه لويږي.» هانسن هم له نورو خلکو سره يو ځای د شاتنۍ دروازې د لارې له نڅاځای څخه وتلی وو.
دوې ورځې مخکې یوه سندرغاړې هم وژل شوې وه
دغه پېښه دوې ورځې وروسته له دې کیږي چې په اورلاندو کې يوه سندرغاړې، چې کريستينا ګریمي، نومېدله، له يوه کنسرت وروسته په ډزو وويشتل او ووژل شوه. د پوليسو د څرګندونو له مخې يوه ۲۷ کلن سړي دغه ۲۲ کلنه سندرغاړې د جمعې په ماښام وويشله او بيا يې خپل ځان وواژه. د قتل لاملونه لا ناڅرګند پاته دي. کريستينا ګريمي د «وايس» يا غږ به نوم خپرونې د لارې مشهوره شوې وه.
تعقيب
پر دغه کلب د بريد د قربانيانو شمېر ۲۰ تنو ته ختلی دی. پوليس وايي چي څه باندي ۴۲ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.