1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلیپین ولسمشر ولې اوباما ته د مور کنزلې وکړې؟

۱۳۹۵ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د فلیپین له ولسمشر رودریګو دوتیرتې، سره خپله لیدنه لغوه کړې ده. دا پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې فلیپینې ولسمشر اوباما ته د مور کنزلې وکړې.

https://p.dw.com/p/1JwJ2
Bildkombo Barack Obama und Rodrigo Duterte
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb/M. Dejeto

د اوباما او دوتیرتې تر لیدنې یوه ورځ مخکې، فلیپینې ولسمشر له رسنیو سره د خبرو پر مهال ولشمسر اوباما «د بدکاره ښځې زوی» وباله.

اوباما د هغه د دغو څرګندونو په اړه د G20 غونډې په وروستۍ ورځ معلومات ترلاسه کړل. هغه وویل چې خپلو همکارانو ته یې دنده سپارلې چې روښانه کړې، «ایا دا د رغوونکو او ګټورو خبرو اترو له پاره سم وخت دی او که نه».

اوباما خبریالاتو ته وویل: «زه تل غواړم ډاډه شم چې کله یوه غونډه لرم نو هغه باید روغوونکې وې او موږ په پای کې ترې یو څه ترلاسه کړو.»

له دې کبله اوباما د فلیپین له ولسمشر سره خپله غونډه لغوه کړې ده او د سپینې ماڼۍ د امنیت د شورا د ویاند نید پرایس، په خبره به د دې پر ځای د سولې کوریا له ولسمشرې پارک ګون های، سره وګوري.

د فلیپین ولسمشر تر خپلو څرګندونو وروسته، بیا په یوې بیانیه کې د دې کار د ترسره کولو له کبله پښیماني وښوده.

په بیانیه کې راغلي دي: «په داسې حال کې چې [د څرګندونو] لومړنۍ لامل د یوې ځانګړې رسنې په اړ چې اندیښنه او آزار یې رامنځ ته کوو،  زما قوي نظر وو، خو موږ پیښمانه یو چې دغه څرګندونې د امریکا پر ولسمشر د یوه شخصي برید په توګه څرګندې شو.»

د فلیپین ولسمشر ويلي دي چې په راتلونکې وخت کې د ولسمشر اوباما لیدو ته سترګې په لار دی ترڅو اختلافات له منځه ولاړ شی.

دا لومړی ځل نه دی چې د فلیپین ولسمشر په بازاري ژبې یو کس توهین کړی دی. تر دې مخکې ویل کیږي چې هغه د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرنندیس، هم د «بدکاره ښځې زوی» بللی وو. هغه په خپل هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ته هم ورته کنزلې کړې وې.

ویل کیږي چې فلیپیني ولسمشر تر هغه وروسته دغه ډول څرګندونې وکړې چې ورته وویل شول چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر به له هغه سره د بشري حقونو په اړه هم خبرې وکړې.

د فلیپین ولسمشر ویلي دي چې هغه به په خپل هیواد کې د مخدره توکو قاچاق له منځه یوسي. فعالان د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې د له ۲۴۰۰ څخه ډیرو کسانو د وژل کیدو په اړه اندیښمن دي.

تر پلان شوې لیدنې مخکې، ولسمشر اوباما ویلي وو چې هغه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په ارزښت پوهیږي، خو ټینګار یې کړی وو، چې دغه کار باید د قانون په رڼا کې ترسره شي.

د فلیپین ولسمشر بیا د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل: «تر هغه وخته چې موږ [د مخدره توکو] وروستی سوداګر له سړکونو ایسته کوو، ډیر کسان به ووژل شي. تر هغه وخته پورې چې موږ د مخدره توکو وروستی تولیدونکو وژنو، موږ به دوام ورکړو.»