1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مانيلا کي سخت سیلاب راغلی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

د فلیپین په پلازمینه کې سخت سیلابونه راغلي دي چې په پایله کې ئې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. که څه هم ډیر شمیر کسان د سیلابونو له سیمې څخه راایستل شوي دي خو بیا هم د فلیپین ډیري اوسیدونکي له گواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/15l8V
انځور: Reuters

د فلیپین په پلازمینه کې د سه شنبې په ورځ تر سختو بارانونو او سیلابونو وروسته لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول. دا سیلابونه د فلیپین پر پلازمینې مانیلا سربیره د دې هیواد په ډیرو نورو ولایتونو کې هم راغلي دي.

د بارانونو له کبله ځمکه هم ښویېدلې ده چې ورپسې سخت سیلابونه راغلي دي. د مانیلا ډیر شمیر اوسیدونکي د سیلابونو له کبله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

په مانیلا کې ترانسپورتي خدموتونه په ټپه دریدلي دي او په ډیرو سړکونو کې تگ راتگ نه کیږي. د ښار په ځینو برخو کې تر ۱.۵ مترو پورې اوبه روانې دي. د مانیلا په ډیرو برخو کې بریښنا قطع کړل شوې ده. د دې ښار د بریښنا د ادارې چارواکو ویلي دي چې اوبه د بریښنا د تنظیمیدو خونو ته ننوتلي دي.

د خرابې هوا له کبله ټولې دولتي ادارې او ښوونځي هم تړل شوي دي. د فلیپین ولسمشر همداراز له خصوصي سکتور څخه غوښتي دي چې خپل دوکانونه وتړي. همداراز د فلیپین د اسهامو مارکیټ هم خپلې چارې په موقتي ډول درولي دي.

«تر اوسه پورې ژغورونکي نه دي رسیدلي»

د سیلابونو له کبله د ماریکینا له ښار څخه له اته زرو څخه ډیر کسان ایستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې لا مانیلا ته مرستندویه ځواکونه نه دي رسیدلي. د مانیلا یوه اوسیدونکي چارلي مولون، له یوه سیمه ییز خبري تلویزیون سره په مرکه کې د مرستې غوښتنه وکړه. هغه وویل: «لطفاً مرسته راواستوئ. زه ډیر په اندیښنه یم.»

له مولون سره ۲۰ تنه نور هم په مانیلا کې بند پاتي دي. د هغوی په ډله کې څلور ماشومان هم شامل دي. هغه زیاته کړه: «اوس ډیر سخت سیل جاري دئ. نور گاونډیان هم خپلو بامونو ته پورته شوي دي. خو لا تر اوسه پورې ژغورونکي نه دي رسیدلي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض