1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
فيلم

د فواد خان، ستونزه آسانه شوه

۱۳۹۵ آبان ۳, دوشنبه

پاکستاني هنرمند فواد خان، د بالي وډ فلم «ای دل هېن مشکل» د نشریدو اجازه تر لاسه کړه. دا له هغه وروسته چې فلم جوړونکو په راتلونکي وخت کې په هندي فلمونو کې د پاکستاني هنرمندانو پر کارکولو د بندیز د پریکړې ملاتړ کړی.

https://p.dw.com/p/2RbZM
Pakistan Indien Schauspieler Fawad Khan mit Sonam Kapoor
انځور: STRDEL/AFP/Getty Images

د سپتمبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه د کشمیر په اُړي سیمه کې د هند پر یوې پوځې اډې باندې د ياغيانو له خوا تر يرغل وروسته په غبرگون کې سخت دریځه سیاسي گوند مهاراشټر نو نرمان سینا یا (ام اس ان) گواښ کړی وو چې هغه سینماگانې به وسوځوي، چې «ای دل هېن مشکل» فلم نندارې ته وړاندې کړي. د هغې علت دا وو چې پاکستاني فلمي لوبغاړي فواد خان، په دغه فلم کې یو مهم نقش لوبولی وو. د دغه فلم جوړونکی کرن جوهر دی.

خو د شنبې په ورځ د هندي فلم جوړونکو اتحادیې گلډ د کرن جوهر او ام ان اس تر منځ یو جوړ جاړی رامنځ ته کړ، چې له مخې یې کرن جوهر په راتلونکي وخت کې په هند کې د پاکستاني هنرمندانو د کار پر بندیز له پریکړې ملاتړ کوي. له دغه توافق وروسته به په روانه اوونۍ کې د دیوالي د جشن دوې ورځې تر مخه دغه فلم نندارې ته وړاندې شي.

تر غونډې وروسته د گلډ مشر مکیش بهټ، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «د هند د پوځ، عوام او د ټول هیواد احساساتو په پام کې نیولو سره موږ پریکړه کړې ده چې په راتلونکي وخت کې به له پاکستاني فلمي لوبغاړي سره کار نه کیږي.»

Indien Film Kapoor and Sons
انځور: Imago/Hindustan Times

د اُړي حملې په پام کې نیولو سره د هند او پاکستان تر منځ د جگړې نوی ډگر ښايي بالي وډ وي. که له یوه اړخه په هند کې ملتپالو هندوانو د پاکستاني لوبغاړي د فلمونو نندارې ته د وړاندې کولو له کبله د سینماگانو د سوځولو گواښونه کړي دي، نو له بل اړخه پاکستان بیا د حالاتو تر بیرته سمیدو پورې د ټولو هندي فلمونو پر نشریدو باندې بندیز لگولی دی.

د پاکستان او هند تر منځ د روان میلادي کال له جولای میاشتې راهیسې اړیکې ترینگلې شوي دي. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پوځ د حزب المجاهدین، نومې ډلې یو مشر برهان واني وواژه.

د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا پسې هغه وخت ترینگلې شوې چې پولې ته څیرمه د اُړي په سیمه کې تندلارو د هندي پوځیانو پر یوې اډې باندې یرغل وکړ او ۱۹ عسکر یې ووژل. هند د دغه برید مسئولیت په پاکستان کې مېشتو افراطي اسلامپالو ډلو اچوي، خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

نور مطالب: