1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوزيې د ټاکنيز مرکز د پنځو تنو کارکونکو جسدونه پيدا سول

۱۳۸۹ شهریور ۷, یکشنبه

درې ورځي د مخه په هرات کي د فوزيې گيلاني د ټاکنيز مرکز ۱۰ تنه کارکونکي شنډډ ولسوالۍ ته پر لاري لادرکه او وروسته يې د پنځو تنو برمته کول طالبانو ومنل.

https://p.dw.com/p/Oyo8
د هرات څخه ولسي جرګې ته کانديده فوزيه ګيلاني
د هرات څخه ولسي جرګې ته کانديده فوزيه ګيلانيانځور: DW

نن د هرات ولایت د ادر سکن ولسوال نثاراحمد پوپل په يو ټليفوني تماس کي دويچه ويله راډيوته وويل چي، د فوزيې ګيلاني د ټاکنيز مرکز د پنځو تنو کارکونکوجسدونه د يکشنبې په سهاريوه غرني سيمه کي ولسي وګړوموندلي دي.

« د ولسوالۍ د ميرانکوکلي خلکو د پنځو تنو ځوانانوجسدونه پيداکړي ول، د امنيه قوماندان او د ملي امنيت د مدير په مليتا سيمي ورغلي ډلي تايد کړه چي د مېرمن فوزيه د ڼاکنيزه مرکز۵ تنه کارکونکي وژل سوي دي. جسدونه مود ادرسکن روغتون ته راوليږدول.»

د هغه په خبره چي په لنډ وخت کي به يي جسدونه کورني ته ور تسليم کړي.

فوزيه ګيلاني په لومړۍ پنځه کلنه دوره کي هم په ولسي جرګه کي د هرات د خلکواستازي وه اوبياهم له ميړه فيض احمدنوزايي سره يوځای له يوه کوره دوه تن ولسي جرګي ته سيالي سره کوي.

د ميرمن ګيلاني په ټاکنيز مرکز پوري مربوط لس تنه د پنجشنبې په ورځ د کمپين پر مهال نادرکه سوي ول. خوپرته له دي چي خبريالانوته يي جزيات څرګندسي پنځه تنه يې تيره ورځ راستانه سوي.

د نورو پنځو تنو د تښتولو مسووليت طالب وياندپه غاړه اخيستي و. هغه رسنيو ته په ټليفون سره ويلي ول چي د دووعرادو ګړنديو موټر سره يې پنځه تنه نيولي دي. خو دا چي په کوم جرم يي مړه کړل؟ تراوسه يي طالبانو په اړه څه ندي ويلي.

وژل سوي کسان ټول سادات او د هرات د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

په هرات کي خلک ساداتو ته ځانگړې عقيده لري او ډير خلک يې په وژلو خوابدي دي.

يو تن چي ځان صابر معرفي کوي او وژل سوي کسان يې د نژدې پېژندل دويچه ويلي ته وويل:« پر دې سپيڅلوکسانوڅنګه چاه مرمۍ وچلولې دا کسان سادات دي زموږپير خانه ده خلک ځانګړي عقيده ورته لري نه يوازي زه بلکي ټول وګړي دلته خوابدي دي»

په هرات کي په داسي مهال ددې زړه بوږنونکې پيښې خبرخپور سو چي تيره شپه د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کي ولسي جرګې ته کانديد حاجي عبدالمنان هم ماخستن لمانځه ته د تلو پر مهال وسله واله موټرسيکل سپرو ترور کړی.

په يو بل خر کي بيا تيره شپه په هرات ښار کي د ملي اوردو يو افسر يو ملکي وگړی په ډزو ويشتلي او وژلی دی.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل