1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال اتل ديگو مارادونا څوک دی؟

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

د فوټبال د تاریخ په څو لسیزو کې، هیچا د مارادونا مهارتونه نه دي لرلي. د هغه د لوبي ډول ډیر هیجاني وو. مارادونا به د بریښنا قدرت، د برق سرعت او د رنگین کمان نازکوالی پر یوه ځای نندارې ته وړاندي کاوه.

https://p.dw.com/p/1CEHf
انځور: picture alliance/dpa

د ارجنټاین د ټیم روزونکی سزار لوئیس منوتي، چې په ۱۹۷۸ مېلادي کال کې یې دغه لوبډله د نړیوال جام اتلولي ته ورسوله، د دیگو آرماندو مارادونا په هکله ویلي ول: «مارادونا د یوه برازیلي مهارت، د یوه اوروگوايي چالاکي، د یوه آلماني قدرت او د یوه هالندي سرعت لري.»

مارادونا به زړورتیا، فانتزي او خوښي ټوله پر یوه ځای داسي سره رانغاړله، چې له هغه وخت راهیسي یې بیا بېلگه نه ده لیدل شوې. کله چې به ماردونا ته توپ ورسید، نو د فوټبال د مینه والو په زړو کې به سا بندیده. ټول به منتظره وه، چې هره لحظه یو څه پیښیدای شي، خو هیڅوک نه پوهیده، چې څه پیښیدای شي.

د فوټبال ډیرو کارپوهانو، مارادونا د تکنیکي توانایو له کبله د پلې، کرویف او زیدان په شان د سترو لوبغاړو څخه ډیر وړاندي باله. هغه د لنډي وني او غونډ جسم خاوند وو، خو له توپ سره د هغه حرکات داسې برابر ول چې سړي به فکر کاوه چې گویا الوزي.

مارادونه او پلې د فوټبال دوه ستر اتلان يو د بل تربغل
مارادونه او پلې د فوټبال دوه ستر اتلان يو د بل تربغلانځور: AP

کارپوهان د مارادونا او پلې تر منځ په پرتلیزه توگه مارادونا ته د یوه بل امتیاز قایل ول. پلې هیڅکله د سانتوس له لوبډلي څخه بېل نه شو، او د اروپا په لویه وچه کې ونه لوبېد. خو ولي مارادونا په دې وتوانید چې خپله وړتیا په دغه لویه وچه کې هم وښيي.

مارادونا د پلې په شان د نړیوال جام په پر له پسې څلورو دورو کې، ټول وخت یوازي یو او یا حده اکثر د دو مدافعینو سره چې د ده سور به یې تعیقباوه مخامخ نه وو، بلکي مارادونا به په یوه وخت کې څو تنو لوبغاړو محاصره کاوه او ټولو به خپل امکانات په کار اچول، څو له اوله د هغه د حرکاتو مخه ونیسي. خو له دې سره سره به په ډیرو مواردو کې هغوی ناچاره ول چې د دغه کوچني عجوبې د توانايي او نوښتونو، چې په کیڼه پښه به یې لوبه کوله مخه ونیسي.

کله چې به توپ مارادونا ته ورسید، گویا چې ټوله نړۍ یې هیره کړې ده. خو ولې دا به د یوې تازه ماجرا جویي یا د خطر گاللو پیل وو. له ماجرا جویي سره لیوالتیا به د مارادونا له توپ سره د حرکاتو سره یو ځای څرگندیده.

د ارجنټاین د فوټبال په ملي لوبډله کې د مارادونا، یوه بله ځانگړتیا دا وه چې د ده د لوبې تناسب د ارجنټاین د نورو لوبغاړو په منځ کې نه وو.

د ۱۹۸۲م کال د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې مارادونا، ۲۲ کلن تازه ځوان وو. لا تر دغه وخته دی ډیرو کسانو نه پیژاند، خو د فوټبال د چارو کارپوهانو له لومړي سره د ده په اړه خبري کولې. خو ولې هغو کسانو چې په دې خبرو باور نه کاوه، ملنډي به یې وهلي. ارجنټاین په دغه کال کې له خپلي اتلولۍ څخه دفاع و نه کړای شوای او له ټولو بدچانسیو سره یې، د دوو باتجربه ټیمونو برازیل او ایټالیا سره مخامخ شو او پر دواړو ټیمونو یې لوبي وبايللې.

مارادونا په ۱۹۸۶ کال کي
مارادونا په ۱۹۸۶ کال کيانځور: picture alliance/AFP

مارادونا، له برازیل سره په وروستۍ لوبه کې یوه غلطي وکړه، چې د سره کارت د ورکول کیدو له امله له لوبې څخه ووت. نندارچیانو پر هغه د «هو» ناري کړې. رسنیو هغه ته لاس واچوه او د فوټبال په محفلونو کې په هغه پسي خندا وشوه. داسي ښکارېده چي گويا دغي پیښي دغه تکړه لوبغاړی د تل له پاره له صحنې څخه ایستلی دی.

مارادونا، څلور کاله وروسته په ۲۶ کلنۍ کې بیرته د ارجنټاین له ملي ټیم سره د لوبي ډگر ته راووت او نه باورکوونکو او انتقاد کوونکو ته یې داسي درس ورکړ، چې تر ټول عمره به یې له یاده و نه وځي.

ارجنټاین د دغې دورې په سیالیو کې د فوټبال د نړیوال جام اتلي لوبډلي ایټالیا سره یوازي یوه لوبه مساوي کړه او د مارادونا په لطف یې په نورو شپږو لوبو کې خپلو حریفانو ته ماته ورکړه او نړیوال جام یې خپل کړ.

مارادونا د پلې، بکن باویر او پلاتیني په شام د فوټبال ټولي وړتیاوي درلودې، خو ولې ویې نه شوای کړای چې تر فعال ورزشي دورې وروسته د اداري مسولیتونو په برخه کې فوټبال ته د خدمت په برخه کې خپل نوم همداسې تل ژوندی وساتي. که څه هم وروسته دی د فوټبال د روزونکي په توگه ډگر ته راوگرځید، خو د ده شخصي اعمالو تر ډیره د هغه پر ژوند بد سیوری غوړولی وو.

د یادولو وړه ده چې مارادونا، په ډیره تنگسه کې رالوی شوی دی. هغه د ایټالوي تباره مور او سورپوستي پلار څخه د بوئنس آیرس، په یوه ډیره بې وزله سیمه کې زېږیدلی وو. هغه په کوچني والي کې ناچاره وو چې څلور متره مربع خونه له خپلو اوو خویندو وروڼو سره وویشي.