1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال د نړيوالو لوبو دپاره پوره امنيت نيول سوئ دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

په جنوبي افريقا کي د فوټبال د نړيوالي اتلولۍ د نندارو دپاره، چي د جولای په مياشت کي پيليږي، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کابو 300 زره نندارچيان ورځي...

https://p.dw.com/p/NLKX
په جنوبي افريقا کي د فوټبال د نړيوالو لوبو نښان
په جنوبي افريقا کي د فوټبال د نړيوالو لوبو نښان

په جنوبي افريقا کي د آلمان سفير، Dieter Haller، د فوټبال مينه والو ته سپارښتنه کوي، چي ځان ښه تيار کړي.Dieter وايي: «موږ د آلماني مينه والو لپاره ښه تياری نيولی دی، تر څو هغوئ ته ښې لار ښوني وکړو.»

د جنوبي افريقا چارواکو ويلي دي، چي د فوټبال مينه والو ته د زړه له کومي هرکلی وايو او د هغوئ د خوښيي او خوشالۍ او د لوبو څخه د خوند اخيستو دپاره يې پوره بندو بست سوی دی. هغه که په هوټلونو کي د هستوګني، که په پارکونو کي د تفريح او که د فوټبال په عصري نوو جوړ سوو ستډيمونو کي وي د نندارچيانو لپاره د اسانتياوي برابري سوي.

په جنوبي افريقا کي ډير نوي ستډيمونه جوړ سوی دي
په جنوبي افريقا کي ډير نوي ستډيمونه جوړ سوی ديانځور: picture-alliance/dpa

امنيتي اندېښنو ته د ځواب په توګه جنوبي افريقا وايي، چي 41 زره پوليس يې دې ته تيار دي تر څو د هر ډول امينت ساتنه وکړي. هغوئ به د جنايي جرايمو او هر ډول زورزياتيو مخنیوی وکړي.

د آلمان د فوټبال د ملي لوبډلي روزونکی، Joachim Löwِw په جنوبي افريقا کي د نړيوالو لوبو د امنيت خوندي ساتني په هکله انديښنه نه لري: «د مرميو ضد واسکټونه به وا نه اغوندو، ځکه ورته اړتيا نه لرو»

دا چي ځيني وايي، د مرميو ضد واسکټونه بايد واغوستل سي، کوربه هيواد يې په غوثه کړی او دا ډول تبصرې ځان ته سپکاوئ ګڼي. د جنوبي افريقا د د سيالانيانو د چارو مسووله Theresa Bay- Müller د لوبغاړو امنيتي انديښنو ته په جواب کي وايي:

د لوبو دپاره تيار ميدانونه
د لوبو دپاره تيار ميدانونهانځور: picture-alliance/dpa

«موږ په تيرو کلونو کي د 146 لوبو کوربه توب کړی دی،او په هغو کي هيڅ څه نه دي پېښ سوي.»

د جنوبي افريقا د حکومت وياند Themba James Maseko د خپل هيواد د سيالانيانو د چارو د وزير د خبرو په تائيد وويل، چي د فوټبال مينه وال او لوبغاړي دي جنوبي افريقا ته يوازي د ځان سره خوښۍ راوړي.

« د فوټبال هر لوبغاړی او هر مينه وال چي دې هيواد ته راځي، د خوښيي او آزادۍ احساس به وکړي. موږ هر کال څه د پاسه لس ميلونه سيالانيان لرو، هغوئ هر کال راځي، ځکه چي دغه چاپيريال يې خوښيږي. د هغوئ د جنوبي افريقا خلک خوښيږي او دوئ دلته د امن احساس کوي.»

Boettcher, Arnulf / عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل