1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال د نړيوال جام دريمه او څلورمه ورځ

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ خرداد ۲۵, یکشنبه

د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د نړيوالو لوبو په دريمه او څلورمه ورځ کولمبيا يونان او کوستاريکا اوروگوای ته ماته ورکړه او تر دې وروسته بيا ايټاليا بريتانيا او د عاج ساحل جاپان ته ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/1CIje
انځور: picture-alliance/AP

د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د نړيوال جام سيالۍ له تمو خلاف يو شمېر داسو لوبډلو لومړۍ لوبي گټلي دي چي فکر نه کېدی ويې گټي.

د شنبې ورځي په لوبو کي که څه هم يونان له کلومبيا سره په لوبه کي ښه ځلېد خو درې پر صفر يې ماته وخوړله.

اوروگوای ته چي د يوې ډيري پياوړي لوبډلي په سترگه کتل کيږي کوستاريکا درې پر يو داسي ماته ورکړه چي د فوټبال ډېر کارپوهان يې حيران کړل.

تر دې لوبي وروسته له تمي سره سم ايټاليا بريتانيا ته يو پر دوه ماته ورکړه او د بريتانيا هغه اميدونه يې يوار بيا تر خاور لاندي کړل چي په گروپي لوبو کي د گروپ لومړۍ لوبډله سي.

د ايټاليا لوبغاړي تر گول وهلو وروسته
د ايټاليا لوبغاړي تر گول وهلو وروستهانځور: Reuters

د شنبې ورځي په وروستۍ لوبه کي عاج ساحل جاپان ته يو د دوه په مقابل کي ماته ورکړه او په خپل گروپ کي يې درې نمرې خپلي کړې.

د فوټبال د نړيوال جام په دوهم ورځ بيا مکسيکو کاميرون ته يو صفر ماته ورکړه او هالنډ بيا نړيوالي اتلي هسپانيا ته پنځه يو داسي ماته ورکړه چي ډير خلک گوټه په غاښ پاته سول. تقريباً هيچا داسي فکر نه کاوه چي نړيواله اتله لوبډله دي د گولونو په دومره توپير سره لوبه وبايلي.

د لوبي په لومړۍ ورځ کوربه هيواد برازيل کرواسيا ته درې يو ماته ورکړه.

نن سويس له اکوادور او فرانسه له هندوراس سره لوبه کوي او سبا بيا د آلمان ملي لوبډلي له پرتگال سره لوبيږي.

تر اوسه په A گروپ کي برازيل او مکسيکو درې درې نمرې لري، په B گروپ کي بيا هالنډ او چيلي درې درې نمرې گټلي دي. په C گروپ کي کولمبيا او عاج ساحل درې درې نمرې خپلي کړي دي او په D گروپ کي بيا کوستاريکا او ايټاليا درې درې نمرې اخيستي دي.