1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال د نړیوال جام اصلي گټونی څوک دی؟

احمد ولي اڅکزی (دیرک کوفمن)۱۳۹۳ خرداد ۲۳, جمعه

د فوټبال د لوبو د نړیوالې ټولنې «فيفا» په هکله داسي فکر کيږي چي د نړیوالو سياليو اصلي اقتصادي ګټونکې ده. د کوربه هيوادونو په تړاو فکر کيږي چي په اقتصادي توګه په دغو لوبو کي تاوان ويني. ايا خبره په رښتيا هم داسي ده؟

https://p.dw.com/p/1CHwK
انځور: picture-alliance/CITYPRESS24

د فوټبال په سږنيو نړیوالو سياليو کي چي په برازيل کي جريان لري د ۳۲ هيوادونو لوبډلې برخه لري. د لوبډلو څخه ښايي يوه د ځان له پاره د لومړي مقام تر لاسه کولو زياتي او ښايي بله لوبډله کمي هيلي ولري. خو په دغو لوبو کي ښکېل د يو اړخ په هکله چي د فوټبال نړیواله ټولنه یا فيفا ده، فکر کيږي چي د لوبو اصلي ګټونکې به وي. دغه ګټه به د ډيرو په فکر اقتصادي ګټه وي. دا په داسي حال کي ده چي د فوټبال د نړیوال جام لوبي د سپورټي اړخ تر څنګ اوس يوه تجارتي بڼه هم خپله کړې چي د ملياردونو ډالرو ارزښت لري.

د آلمان په هامبورګ کي د نړیوال اقتصاد کارپوه هېننګ فيوپل، يو د هغو کسانو څخه دی چي دې ته يې محاسبه کړې ده چي فيفا به د برازيل په سياليو کي څومره پيسې په لاس راوړي. هغه وايي: «داسي اټکل کيږي چي د تلويزيوني خپرونو پر سر د معاوضو او د نورو تجارتي فعاليتونو له لاري تقريبا ۳،۵ میليارده يورو ګټه لاس ته راځي.»

فيوپل وايي چي د محاسبو له مخي د فيفا ټولنې د نړیوال جام د په لاره اچولو له پاره تقريبا لس میليارده يورو مصارف کړي دي، خو د دغو لوبو په مرسته لاس ته راغلې ګټه تر دې لا هم ډېره جګه ده.

د بريتانيې د دورهېم په نوم پوهنتون تاريخپوه کې شيلر، د فوټبال د نړیوالو لوبو پر موضوع څېړنه کړې او په دې هکله يې يو کتاب ليکلي دی. د نوموړي د کتاب نوم «د ۱۹۷۴م کال نړیوال جام او د فوټبال عصري کېدنه» ده. دغه ليکوال د دې خبري پخلی کوي چي فيفا د نړیوال جام د لوبو د په لاره اچولو پر وخت د خپل جيب څخه مصرف نه کوي او په اقتصادي توګه نه تاواني کيږي، بلکې برعکس ګټه کوي. خو هغه وايي چي په لاس راغلې ټوله اقتصادي ګټه يوازي د فيفا سره نه پاته کيږي: «فيفا صرف د ګټي ۱۰٪ پخپله اخلي او نوري ۹۰٪ پيسې د دغې اتحادې غړو ته ورکوي.»

د شيلر په وينا دا چي د لوبو د په لاره اچولو له لاري په لاس راغلي پيسې څنګه ويشل کيږي، د دې له پاره خپل اصول موجوده دي. دا چي په روانو سياليو کي د ۳،۵ میلياردو ډالرو ګټي اټکل کيږي، نو په دغو کي به ۳۵۰ میليونه ډالره د فيفا سره پاته کيږي او نوري پيسې به د دغې اتحادې پر هغو غړو ويشل کيږي چي د هيوادونو پر سطحه فعاليت لري.

په هامبورګ کي د نړیوال اقتصاد کارپوه هېننګ فيوپل، وايي، که څه چي فيفا په لوبو کي زياته ګټه کوي، خو پخپله د لوبو د کوربه هيوادونو له پاره هم بعضي اړخونه د ګټي معنی لري. د برازيل په تړاو نوموړی وايي چي ښايي د نړیوال جام په مرسته د دغه هيواد لا مشهوره کېدل د دې سبب سي چي په دغه هيواد کي نړیوال پانګوال پانگونې ته زړه ښه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب