1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال لوبو افغانان لا سره نژدې کړي دي

۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعه

په افغانستان کې د فوټبال لومړی غوره لیګ (Afghan Premier League) د راتلونکې جمعې په ورځ پای ته رسیږي. دغه لیګ چې د افغانستان ډیر لوی شرکتونه ئې مالي ملاتړ کوي ډیری افغانان ئې بوخت کړي دي.

https://p.dw.com/p/16Oj4
انځور: Getty Images

د دغه لیگ لومړۍ لوبه د سپتمر د میاشتې په ۱۸ نیټه تر سره شوه. که څه هم ځینو اټکل کاوه چې کیدای شي د ترهگرو بریدونو له ویرې ډیر خلک ستیدیوم ته د دې لوبې د لیدو له پاره ور نه شي، خو د لوبې تر پیل دمخه د ستیدیوم مخې ته د خلکو ډیر اوږد کتار جوړ شو چې غوښتل ئې د لوبې د لیدو له پاره ستیدیوم ته ورشي.

د لوبې لیدو ته تر ۳۵۰۰ ډیر کسان ورغلي ول. هغوی د میوند اتلان او اسمايي شاهین لوبډلي تر منځ لوبه په ژوندۍ بڼه ولیده. دغه لوبه د میوند اتلان لوبډلي، درې د یوه په مقابل کې وگټله.

دا یوازې په ستیدیوم کې حاضر کسان نه ول چې لوبه ئې په ژوندۍ بڼه ولیده، د APL لوبې په ژوندۍ بڼه د افغانستان په دوو تلویزیونو کې خپریږي. افغانستان تر دې دمخه هم د فوټبال تورنمنتونه لرل خو هغه په ژوندۍ او یا هم کومه بله بڼه په تلویزیون کې نه خپریدل.

افغان لوبغاړي د Afghan Premier League ته د تیاریو پر مهال
افغان لوبغاړي د Afghan Premier League ته د تیاریو پر مهالانځور: AP

دا یوازې د APL لوبې نه دي چې د تلویزیون له لاري خپریږي، یو بله خپرونه چې د میداني سبز په نوم یادیږي هم د تلویزیون له لاري خپره شوه چې هغه کسان پکښې دې لیگ ته ور وپیژندل شول چې غیر مسلکي فوتټال ئې کاوه.

د دې خپروني پرودیوسر مختار لشکري، وايي چې د لوبډلو لوبغاړي ئې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ نومول شويو کسانو له منځه ټاکلي دي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو سره تړاو لري. دغو لوبغاړو د کمرو په مخ کې د خپل ژوند او خوبونو په اړه خبري وکړې او بیا ئې خپل مهارتونه ښکاره کړل.

تر دې وروسته بیا افغانانو د تلیفون له لارې له رای ورکولو سره، هر ډلې ته درې لوبغاړي وټاکل چې هغوی د ډلې د روزونکې له خوا له ټاکل شوو ۱۵ تنو لوبغاړو سره یوځای شي.

د APL د لوبډلو لوبغاړي له مختلفو قومونو او د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو سره تړاو لري. د دغه تورنمنت ټولې لوبې په کابل کې تر سره کیږي چې له امنیتي پېښو څخه مخنیوی وشي.

کریس مکدونالد چې د APL یو مشاور دئ وایي: «موږ په کندهار کې په فلم اخیستلو بوخت وو چې د یاغیانو یو لوړپوړی مشر راغی او زموږ د ثبت ډلې ته ئې وویل چې کومه ستونزه به رامنځته نه کړي ځکه د هغه په اند دغه پروژه د افغانستان په گټه ده.»

طالبانو هم په افغانستان کې د خپل واکمنۍ پر مهال د فوټبال لوبه نه وه بنده کړې. دا چې افغانستان به په راتلونکې کې د فوټبال لوی ستوري ولري او که نه ښايي د وخت په تیریدو سره معلومه شي خو د APL شهرت دا خبره روښانه کوي چې فوتبال ډیری افغانان سره یوځای کولای شي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم