1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوکوشيما زاړه خلک د اتمي بټيو د يخولو سيستم بيرته جوړوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۴, شنبه

د جاپان د اټمي بټيو ناورين لا پاي نه دي رسيدلي. حکومت د دغو بټيو د شرکت د ژغورولو لپاره مالي بودجه برابر کړي ده. د زروي وړانګو د روغتيايي تاوان له امله څوک کار ته نه حاضريږي. خو زاړه خلک چمتو شوي

https://p.dw.com/p/11G0Y
د فوکو شیما د اتمی بتویو کارگران
د فوکو شیما د اتمی بتویو کارگرانانځور: AP/Kyodo News

د فوکو شيما په زيانمنې شوې بټۍ کې د زهرجنو وړانګو لوړې کچې ته په کتو سره چې شايد په کلونوهمداسې لوړه پاتي شي، اوس په دغه بټۍ کې د کارکونکو د روغتيا په اړه پوښتنو ډير زور اخيستې.

د بټيو په شا او وا کي د راډوي اکتيفي وړانکو د روغتيايي تاوانونو له امله څوک نه دي چمتو چي هلته په اړينو کارونو کي او د ودانولو په کارونو کي برخه واخلي.

کارکونکي د دې بټۍ د يخوولو د سيستم د بيرته فعالولو او د نورو يو څو وړوکارونو د سرته رسولو لپاره په کار دي.

په دې برخه کې مرستې اوس ښايي د يو څو زړو خلکو په ابتکار رامنځته شي. د دې ډلې مشر يو 72 کلن سپن ږيري سړي دي چي ياسو ټيرو يامادا نوميږي. دي وايي: « زما خپلو خپلوانو او ما د دې ناورين وروسته په ډير جدي توګه په دې فکر وکړ چې څه رنګه کولې شو د دې اټومي ناورين په مخنيوي کې مرسته وکړو. د دې لپاره د يخولو سيستم اړين دي. خو څوک به دا سسټمونه بيرته فعال کړي؟ يواځې انسانان دا کار کولې شي. نو ولې يې مونږ ونه کړو چې دومره ډير عمر به مو هم پاتې نه وي.»

ياسو ټيرو يامادا مخکې د يوه انجينير په صفت کار کاو. د اپريل د مياشتې په سر کې هغه د « فوکو شيما د لومړي نمبر بټۍ لپاره د مسلکي باتجربه کارکونکو ډله» چې اوس د عامه ښيګڼې د يوې ټولنې په نامه ثبت شوې هم ده جوړه کړه. دا ګام بايد مرسته وکړي چې حکومت ددوي د پلان ملاتړ وکړي.

هغه وويل« دا چې مونږ تر اوسه د کومو حکومتي ادارو سره همدا ډول د ټيپکو په شرکت او د اټومي انرژۍ په اداره کې د چا سره خبرې کړي په دې اړه زه تاسې ته نشم وييلې. د دوي سره مونږ هر څه په پټه جوړ کړي دي. خو زه هيله لرم چې مونږ د مي او که ډير ناوخته شي نو د جون په مياشت کې د کار يو پلان بايد تيار کړو.»

کله چې سړي د يامادا خبرو ته غوږ شي نو سړي کولې شي چي د دوي د پروژې په بريالي توب يقين ولري. د دوي پروژه يواځې د خپل شهرت په موخه نه ده او نه هم کوم بل هدف لري بلکې دا يوه پروژه ده چې ډير فکر پرې شوې.

هغه وايي« هر انسان مختلف استعدادونه او وړتياوې لري، له جسمي فکري لحاظه هم. زه د خپل زيات عمر سره اوس نه شم کولې داسې کارونه ترسره کړم چې مسووليت يې ډير وي. نو د همدې امله ټول کارونه به په ګډه ترسره شي. په عمومي توګه به زمونږ پروژه د يوه کاري پلان د مخې د حکومت د څارنې لاندې عملي کيږي. په پروژه کې د شريکو ټولو خلکو سره بايد خبري وشي او دوي وازمول شي چې څوک د کوم کار لپاره وړتيا لري.»

يامادا او ملګرو يې په ټوکيو او شا او خوا سيمو کې 25 زرو نفرو سره اړيکي نيولې. د دې څخه تر اوسه 450 تنو ښودلې چې کيداي شي مرستې وکړي او 90 تنو په چې عمرونه يې د ۶۰ او ۷۰ کالو په منځ کې دي په ثابت ډول وييلي چې د فوکو شيما په زيانمنې شوې بټۍ کې به کار وکړي.

يو بل بوډا جاپاني ، کازوکو ساساکي وايي: « دا واضح ده چې کوم کار چې مونږ کوو د هغې څخه ويره لرو. خو آيا مونږ په دې خاطر چې ويره لرو د دې کاره تير شو؟ نه داسې نو نه شي کيداي.»

د فوکو شيما په زيانمنې شوې اټومي بټۍ کې مرستې ته چمتو ټول وايي چې دوي دا کار په وړيا توګه کوي او د دې لپاره هيڅ ډول حق الزمه نه غواړي خو دوي دا هم نه غواړي چې دوي ته د ټيټې کچې د کارګرو په سترګه وکتل شي.

کوجات پيتر/ بريښنا صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم