1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوکوشیما د پیښې ۶ کاله پوره شول

۱۳۹۵ اسفند ۲۱, شنبه

د جاپان حکومت د فوکوشيما تر اټومي پيښې وروسته، بیرته عادي حالت ته د ژوند راګرځولو کوښښ کوي. خو اوس هم ډیر شمیر ښځې او ماشومان نه دي توانیدلي چې د دغې پيښې له اغیزو څخه ووزي. په زرګونو مېندو د چارواکو پر ضد دعوی کړې.

https://p.dw.com/p/2Z2lA
Jahrestag der Natur- und Atomkatastrophe von Fukushima
انځور: Reuters/Kyodo

له نن څخه شپږ کاله مخکې د جاپان حکومت په یو وار له دریو ناورينونو سره مخامخ شو. لومړۍ زلزله، بیا سونامي او په پای کې د فوکوشيما اټومي فاجعه. په دې ترڅ کې نږدې ۲۰ زره جاپانیان ووژل شول او تر ۱۵۰ زرو ډیر انسانان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شول. نږدې ۱۰۰ زره جاپاني اتباع اوس هم په موقتي استوګنځایونو کې شپې ورځې تیروي.

د چاپیریال ساتنې په برخه کې فعال سازمان «ګرين پیس» د ۲۰۱۱م کال د مارچ میاشتې د یولسمې نیټې د دغې پيښې په اړه یو رپوت خپور کړی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې دغې پيښې د اغیزمن شوي قشر په هر وګړي خپل تاثیرات پریښې دي.

«دا ښځې او ماشومان دي کوم چې تر اوسه پورې د دغې پيښې په نتیجه کې د رامنځته شویو بشري حقونو د سرغړونې زیانونه ګالي او د چارواکو پر خلاف یې ملا تړلی.»

د دغه رپوټ په حواله په دوی کې داسې ماشومان او ښځې هم شته، کوم چې تر پيښې سمدستي وروسته د حکومت د کافي اقداماتو د نه موجودیت له امله له بې عدالتۍ سره مخامخ شوي دي. په داسې حال کې چې یو شمیر نور بیا، په نورو ځایونو کې د اغیزمن شوو کسانو د میشت کولو له حکومتي تګلارې له ناکامي څخه خفه دي.

د فوکوشيما په شاوخوا سیمو کې اوس هم د وړانګو کچه دومره لوړه ده چې د ژوند کولو له پاره نامناسبه ده. په دې ترڅ کې د جاپان حکومت د دې له پاره چې په چټکي سره ژوند معمول ته راوستل شي، په جبري توګه د دغو سیمو د خالي کولو امر لغوه کړی او اغیزمنو کسانو ته یې خپلو سیمو ته د ورتګ اجازه ورکړې.

خو د ګرین پیس سازمان خبردارۍ ورکړی دی چې په اوس وخت کې د وړانګو کچه اوس هم لوړه او خطرناکه ده. نوموړي سازمان د ټوکیو پر حکومت فشار اچولی چې خلک دې له وړانګو څخه اغیزمن کیدونکو کورونو ته په بیرته ستنیدو نه مجبوروي.

د جاپان حکومت هغو کسانو ته چې بې ځایه شوي دي جبران خساره ورکوي او یو کال وروسته تر دې چې دوی خپلو کورنو ته ستانه شي بیا نو د ټوکیو حکومت دغه پيسې ورکول هم بندوي.

د ګرين پيس په حواله پر هغو ښځو چې له په وړانګو ککړو سیمو څخه وتلي دي د «بې عقله او رواني ناروغ» ټاپه لګول شوی. د دغو ښځو په خبره د حکومت پر ضد له دعوی څخه یې هدف یوازې خبران خساره یا د مالي مرستو ترلاسه کول نه دي، بلکې د دې کار مقصد په اخلاقي ډول ډاډمن کیدل دي.

د ایم اس سونودا په نوم یوه میرمنه وایې: «زه غواړم محکمې ته لاړه شم او زه پوهیږم چې له اغیزمنې سیمې څخه د خپلو ماشومانو ایستل زما حق دی.» سونودا له خپلو ماشومانو سره بریتانیې ته تللې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.10.2015):