1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فيصل آباد په چاودنه کي ۲۰ تنه مړه او ۱۲۷ نور ټپيان سوي

۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

د دولتي چارواکو په وينا په په ژوبل سوو کسانو کي د دريو حالت د انديښنې وړ دی. دغه چاودنه د تيلواو ګازپه يوه ټانک کي رامنځته سوې.

https://p.dw.com/p/R7Bn
ژغورونکې ډله د نړيدلو ودانيو څخه د پيښي قربانيان را باسي
ژغورونکې ډله د نړيدلو ودانيو څخه د پيښي قربانيان را باسيانځور: AP

د ځاي پوليسو مشر افتاب چيمه پيښه تايد کړې او ويلي يې، چي د مرګ ژوبلي کچه نوره هم لوړايدای سي. هغه زياته کړه دا يوه بمي چاودنه وه چي چاوديدونکي توکي په يوه موټر کښي ځای پرځای سوي وو، خو موږ پلټني پيل کړي چي ايا دا يو ځانمرګي بريد وو که نه.

يوعيني شاهد خبريالانو ته وويل چاودنه ډيره زوروره وه، ما فکر وکړچي ځمکه يوي زوروري زلزلي ولړزوله ، هر څوک د خپل سر د خوندي کولو لپاره په منډي وو، زخميان او مړي شاوخوا ټول تيت او پرک پراته وو.

يو دولتي مامور د پيښي د ځای څخه د تليفون له لاري اي ايف پي ته وويل د تيلو ټانک د خاوري او اوسپني په ډيري اوښتي چي له امله يې هلته ولاړ ټول موټران هم له منځه تللي، د پيښي ځای ته څيرمه ۵ ودانيو ته زيان رسيدلی او د ودانيو څه برخي يې هم نړيولي دي.

تر چاودني وروسته د ژغورني عملي په کار پيل کړی تر څو زخميان د ړنګوسو ودانيو څخه راوباسي. د ښار کمشنر طاهر حسين د جيو تلويزن سره په يوه مرکه کي وويل موږ کوښښ کوو هغه کسان چي د ودانۍ د نړيدو له امله د هغي لاني پاتي دي راووباسو.

هغه زياته کړه چي دا ځانمرګي بريد نه، بلکه يو پلان سوې بمي چاودنه وه، چي موخه يې د چاودني ځای ته څيرمه د دولتي ودانيو په نښه کول وو، چاودني اوس هم دولتي ودانيو ته څه ناڅه زيان اړولي.

د پيښي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستي. خو ددغه ډول پيښو پړه هر وخت د وسله والو طالبانو او القاعدي شبکي باندي اچول کيږي، چي تر ډيره ځايه يي هغوي خپله هم مني.

په پاکستان کښي په دي وروستيو کښي ترهگر هغه ځايونه په نښه کوي چي گڼه گوڼه وي او زياته مرگ ژوبله رامنځته سي.

په ۲۰۰۷ کال کښي د پاکستاني پوځ لخوا په اسلام اباد کي د لعل جومات تر تصفيه کيدو وروسته پاکستان د خونړيو پيښو شاهد دي.

په پاکستان کي هر وخت دداسي پيښو پړه پر وسله والو طالبانو او القاعده جنګياليو اچول کيږي.

د رسمي شميرو له مخه د ۲۰۰۷ کال راپديخوا په بمي چاودنو او ځانمرگو بريدونو کښي شاو خوا ۴۰۰۰ کسان وژل سوي دي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل