1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فيفا د نوي مشر په وړاندې کومې ننګونې پرتې دي؟

۱۳۹۴ اسفند ۸, شنبه

د فيفا د نوي مشر، جاني اينفانتينو، په مخکې ډېرې مهمې دندې پرتې دي. دغه سويسي بايد د يوډيويي تثبيت، نوي سرمنشي د ټاکلو او د نوو سپونسرانو د لټون غم وخوري.

https://p.dw.com/p/1I3K9
Schweiz Neuer FIFA Präsident Gianni Infantino
انځور: Getty Images/R. Heathcote

د فوټبال د نړيوالې ټولنې يا فيفا د فوق العاده کنګرې وروسته چې اينفانتينو پکې نوی مشر وټاکل شو، اوس ده ته ډېر عاجل کارونه ګوري. اينفانيتنو وويل: «ټاکنه خلاصه شوه، اوس دغه پاڼه اړوو.َ» ده زياته کړه: «زه به نړۍ ته وښېيم چې زه د اروپا نوماند نه، بلکې د فوټبال اصلي کانديد يم.»

د ويډيويي تثبيت نوښت

د راتلونکې اوونۍ په پای کې د لويې بريتانيې په کارديف ښار کې د فوټبال اسوسيشن بورډ په چوکاټ کې د فوټبال د مقرراتو تنظيمونکي سره راټوليږي. هلته به په داسې مهمو موضوعاتو بحث وشي لکه د ګولونو په صورت کې د تخنيکي امکاناتو په مرسته له ويډيويي تثبيت څخه کار اخيستنه، د ګول د مخنيوي په غرض د فول په صورت کې د جزايي مقرراتو بدلون او داسې نور نوي مقررات.

د فوټبال په مقرراتو کې د هر نوع بدلون راوستل د رايو درې په څلورم اکثريت ته اړتيا لري. د اينفانتينو له خوا په مقرراتو کې بدلون په داسې حال کې مطرح کيږي چې د ده همېشني ملاتړ کوونکي او د يوېفا يعنې د اروپا د فوټبال د ټولنې برطرفه شوي پخواني مشر، ميشل پلاتيني، تل له يوډيويي تثبيت او هر ډول تخنيکي مرستندويو وسايلو سره مخالفت کړی وو.

اصلاحات

د فيفا د غړو بېلابېلو ټولنو د اصلاحاتو دغې وړاندې شوې بستې ته مثبته رايه ورکړې ده. د دغو اصلاحاتو په لړ کې د فيفا د مشر او د اجرائيوي شورا صلاحيتونه محدود شوي دي. دغه اصلاحات بايد اوس د ۶۰ ورځو په ترڅ کې عملي شي.

د آلمان د فوټبال د ټولنې موقتي مشر، راينر کوخ، د فوټبال د نړيوالې ټولنې فيفا په چارو کې د لا زيات شفافيت غوښتنه وکړه. ويې ويل چې «د شفافيت څخه مقصد دا دی چې د دې وروسته پرېکړي د څو محدودو کسانو له خوا ونه سي چې نور يې بايد يوازې د سر په ښورولو تائيد نه کړي.»د سرمنشي مسئله

د يوېفا يعنې د اروپا د فوټبال د ټولنې پخوانی سرمنشي، جاني اينفانتينو، د خپلو تجربو له مخې پوهيږي چې د سرمنشي څوکۍ څومره مهمه ده. د صلاحاتو وروسته اوس سرمنشي د مشر په نسبت چې نقش يې زياته تشريفاتي بڼه خپله کړې ده، لا زيات اهميت مومي. اينفانتينو اعلان کړی دی چې د سرمنشي څوکۍ به کوم اروپايي ته ورنه کړل شي. په پام کې نيول شوې چې د می مياشتې تر ۱۲ او ۱۳مې نېټې پورې به د دغې څوکۍ برخليک د مکسيکو ښار په رسمي غونډه کې تعيين شي.

مالي چارې

د فيفا د مشرۍ څوکۍ ته د اينفانتينو اصلي سيال، شيخ سلمان بن ابراهيم الخليفه، د ټاکنو مخکې لا ويلي ول چې د فيفا اقتصادي وضعيت ښه نه دی. د فيفا د مالي چارو مدير، مارکوس کاتنر، د ۲۰۱۴ کال د وړاندوينو په خلاف تر ۲۰۱۸ کاله پورې د ۵۵۰ ميليونو ډالرو په مقدار د بودجې د کسر خبره تائيد کړې ده.

سربېره پر دې بايد فيفا نوي سپونسران يعنې مالي ملاتړ کوونکي شرکتونه پيدا کړي، ځکه چې د اماراتو هوايي کرښې او د سوني او سامسونګ د ټکنالوژۍ شرکتونو د مختلفو دلايلو له مخې له فيفا سره همکاري پرې ايښې ده. اينفانتينو اوس د يوېفا ټولنې د مثبتې مالي وضعې څخه په الهام اخيستلو سره وويل چې دی به سپونسورانو ته لاس وروغځوي او هڅه وکړي چې د هغوی اعتبار خپل کړي.

Schweiz Zürich FIFA Außerordentlicher Kongress
انځور: Reuters/R. Sprich