1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فټبال د نړيوال جام په څلرمه ورځ هالينډيان ښه نه وځليدل

۱۳۸۹ خرداد ۲۴, دوشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA د څلرمي ورځي په اوله مسابقه کښي هالينډ،ډنمارک ته د2 گولونو ، او جاپان کامرون ته د 1 گول په ورکولو سره ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/Nqk6
انځور: picture alliance / dpa

خو د هالينډيانو بازي ، لکه څنگه چي يې انتظار کيدی ، هغسي په زړه پوري نه وه ،او مايوسه کونکې وه . که څه د هالينډ ملي ټيم د اوله سره پر ميدان حاکم ؤ ، خو د گول وهلو چانسونه يې رامنځته نه کړل .

د ډنمارک د ملي ټيم دفاع ډيره ښه وه ، او يوفقط څو واري د ماتيدو سره مخامخ سول .

تر تفريح وروسته په دوهم ميدان کښي رهبري د هالينډيانو پلاس کښي ولويده ، او د هالينډي روبرت وان پِرس د زاويې گول ، ډنمارکي سيمون پولسَن په سر سره خپلي خواته گول کی . وروسته تر هغه هالينډيان نور هم ښه سول ، او په 85 دقيقه کښي يې يو بل گول ووهی، نتيجه 2 پر صفر سوه ، او مسابقه تر پايه پوري په همدې ډول پاته سول .

Fußball WM Südafrika Italien vs Paraguay Flash-Galerie
د ايټالیا او پاراگوای تر منځ مسابقهانځور: AP

په همدغه گروپ يعني د E په گروپ کښي دوهم مَيچ د جاپان او کامرون تر منځ تر سره سو .

دغو دواړو ټيمو چي د Free State په سټوډيم کښي د 40000 تماشاچيانو په مخکي کښي بازي کوله ، هم ډيره ښه نه وه .

دواړو ټيمو نسوای کولای چي تهاجم وکي ، او د ټولي مسابقې په جريان کښي يوازي درې واره د گول وهلو چانسونه رامنځته سول .

په 39 دقيقه کښي د جاپان د ملي ټيم څخه کيزوکه هونډا په تعجب آوره ډول سره گول ووهی، او مسابقه يې يو پر صفر د ځان په گټه وڅرخول . خو بيا تر پايه پوري بل گول ونه لگيدی ، او مسابقه په همدې نتيجې سره پای ته ورسيدل .

Fußball WM Südafrika Italien vs Paraguay Flash-Galerie
انځور: AP

دF د گروپ څخه چي بيا دريمه مسابقه د ايټاليا او پاراگوای تر منځ همدا اوس جريان لري ، او تفريح يې شروع سوې ده ، په تعجب آوره ډول سره پاراگوای په 39 دقيقه کښي ايټاليا ته گول ورکی . نوره نتيجه به يې په راتلونکي رپوټ کښي درکو .

فالکن هاگن /محمد قاسم نوري

کتونکی : نجيب الله زيارمل