1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فټبال نړۍ وال جام، روژه هو که يا؟

آژانسونه / محمد قاسم نوري۱۳۹۳ تیر ۷, شنبه

د جهان د نورو ټولو مسلمانانو تر څنګ د برازيل د فټبال د نړۍ والې اتلولۍ د مسلمانو فټبالرانو لپاره هم روژه د شروع کېدو په درشل کي ده. اسلامي عالمان وضاحت نه ورکوي چي ایا هغوی دي د فټبال پر وخت روژه ونیسي او که نه.

https://p.dw.com/p/1CRv0
انځور: Reuters

د ۱۹۸۶ م کال راهیسي دا اول وار دی چي روژه د فټبال د نړیوالي اتلوۍ سره مصادفه کيږي. د ټولو معتقدو مسلمانانو دپاره دا په دې معنی ده، چي د لمرختو څخه تر لمر لوېدو پوري د خوړلو او چښلو څخه منصرفه سي. که څه هم په برازیل کي چي د استوأ پر خط برابر دی، تر اروپا پنځه ساعته روژه کمه ده، خو سربیره پر دې د مسلمانو فټبالرانو، خصوصأ الجزایر د ټوله ټیم دپاره دروژې نیول یو لوی چلنج دی.

خو په الماني، فرانسوي ، بلجیمي او سویسي ټیمونو کي هم د مسلمانو فټبالرانو دپاره د فټبال پر وخت د روژې نیول اسانه کار ندی.

د الماني ټيم منځنی فارورډ میسوت ایوزیول دپاره، چي ترکي الاصله مسلمان دی، خبره حل ده. نوموړي د ژورنالسټانو سره په مرکه کي ویلي دي: «زه متأسفانه روژه نسم نیولای، ځکه زه سخت کار کوم.» د ايوزيل د ټیم FC Arsenal ملگری بېساری زاگنا، چي د فرانسې د فټبال په ملي ټیم کي لوبه کوي، هم د فټبال پر وخت روژه نه نیسي. د ده په نظر « په ځینو خاصو وختو کی سړی کولای سي، روژه ونه نیسي او ځکه نو اوس زه دا کار کوم.»

په یو پر اتم فاینل کي د الماني ټيم رقیب، الجزایر په ټیم کي چي بیا یې ټوله غړي مسلمانان دي د روژې پر وخت د یوه لوی چلنج سره مخامخ دي. د هغوی ځینو فټبالرانو ویلي دي، چی روژه به ونیسي.خو د ټیم ټرینر وحید خلیل الدیس، د خپل ټیم د غړو څخه غوښتي دي، چي د فټبال پر وخت د روژې نیولو څخه منصرف سي. د ده په خبره الجزایر د اول وار دپاره د فټبال په یوه نړیواله اتلوۍ کي یو پر اتم فاینل ته راوتلی دی او د جرمني سره مسابقه د دغه هیواد دپاره یو تاریخي چانس دی.

د بلی خوا اسلامي عالمان د ډیره وخته راهیسی د دې پوښتني سره مصروفه دي، چی د سخت سپورټ او روژې تر منځ څومره مطابقت موجود دی. په جرمني کي د ترکي - اسلامي اتحادیې مشر ډیټیب ایزیت ایر وایي، چي د روژې نیولو یا نه نیولو تصمیم په سپورټمینانو پوري اړه لري. ځکه چی قرآن شریف د هغه دپاره واضح هدایتونه نلري.

د طبي لحاظه هم د روژې په تړاو کوم ښکاره هدایتونه وجود نلري. د فیفا د طبي عملې سرطبیب یېری دووراک تاکید کړی دی، چی د فټبال دنړیوالي اتلوۍ پر وخت د روژې نیول د مسلمانانو دپاره کوم خاص تاوان نه رسوي. خو د ده سره بل ډاکتر میشیل ډې هوغ د دې برعکس وایي، چي روژې ته په احترام سره یوازي د طبي لحاظه د مسابقو پر وخت باید خورک او چښاک وسي. د کولن د سپورټ د مسلکي پوهنتون څخه مارکوس دی میرېس وایي، چي د یوې ۹۰ دقیقه اي مسابقې پر مهال هر فټبالر تر ۶ لیټرو پوري اوبه د لاسه ورکوي، چي دا د روژې نيولو په صورت کي د صحت دپاره سخت عواقب لرلای سي.