1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فټ بال د تاريخ نامتو لوبغاړی پيلې 70 کلن سو.

۱۳۸۹ آبان ۱, شنبه

زې روبېرټو او گرافيټي يوازني برازيلي فټبال لوبغاړي ندي چي سرمشق يې پيلې دی. نوموړي وايي چي د نړۍ د زياترو فټبالرانو لپاره پيلې د مخبېلگي مانا لري.

https://p.dw.com/p/PlzV
پيلې د فټبال په تاريخ کي خپل نوم لريانځور: AP

کله چي زې روبېرټو څو مياشتي تر مخه د پيلې په فټبال کلب سانټوس کي لوبه پېل کړه نو د ده يو ډېر پخوانی ارمان سر ته ورسېدی. زې روبېرټو په 2006 م مېلادي کال تقريبا د لسو کالو وروسته د برازيل د فټبال وليگ ته بېرته داخل سو. و برازيل ته د ستنېدو څخه وړاندي زې روبېرټو د نورو نوموړو لوبډلو تر څنگ د المان د هامبورگ د ايس وي کلب لپاره هم لوبي کړيدي. کله چي زې روبېرټو په هغه کلب کي لوبغاړی سو په کوم کښي چي پيلې لوبه کړېوه نو د روبېرټو لپاره په زړه پوري خبره دا هم وه چي د ده د کميس نمبر هم د پيلې په ډول لسم ؤ. زې روبېرټو پدې هکله وايي:

« دا زما لپاره د يوه لوی ارمان او خوب د رشتيا کېدو معنا درلوده. ما هيڅ کله دا فکر نه ؤ کړی چي زه به يو وخت د سانټوس د کلب لپاره د لسم نمبر لوبغاړي په توگه لوبه کوم. په همدې ډول ما دا فکر لا نه ؤ کړی چي زه به د دغه فټبال کلب هغه نمبر کميس اغوندم چي له وجې يې زه د فټبال مينه وال سوی وم او کوم کميس چي په ټوله نړۍ کي د فټبال تاريخ ليکلی دی. تيري لس مياشتي چي ما د سانټوس لپاره لوبه کړېده ده زما لپاره و يوه خوب او خيال ته نژدېوالی لري. داسي لکه د يوه ماشمتوب خوبي فلم. ما په کوڅو کي فټبال کوی او د مسلکي فټبالر کېدو خوبونه به مي ليدل. هغه يو ډير مهمه او تشکيلوؤنکی وخت ؤ.»

زې روبېرټو چي په 1974م مېلادي کال ږېږېدلی دی پخپله يې هيڅکله په ژوندۍ توگه د پيلې لوبه نده ليدلې. خو کله چي به ده په کوڅو کي فټبال کوی نو هغه هڅوونکی شی ورته د پيلې لوبه وه.

د ؤلفسبورگ فارورډ لوبغاړی گرافيټې هم د پيلې د لېوالانو څخه دی. نوموړی د پيلې په هکله وايي:

« گرچه پيلې لسيزو وړاندي لا فټبال پرې ايښی دی خو دی بيا هم زموږ ټولو لپاره يوه مخبېلگه دی. پيلې د زياترو برازيلي لوبغاړو لپاره سرمشق دی. په اصل کي هغه د فټبال د ټولو لوبغاړو لپاره سرمشق دی. له خوشقسمتۍ ما پنځلس کاله تر مخه هغه په متحده ايالتونو کي وليدی. هغه يو ډېر ښه انسان دی. هغه نه يوازي د فټبال لپاره ډېر کارونه کړيدي بلکه د خپلې مشهورۍ په مرسته يې د ډيرو انسانانو سره مرستې هم کړيدي.»

ليکونکی: داماچينو مارسيو

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: نسيم صابر