1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فیسبوک کاروونکي یو میلیارد تنو ته ورسیدل

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه

فیسبوک اعلان کړی دئ چې د کاروونکو شمیر ئې یو میلیارد تنو ته رسیدلی دﺉ. دا نو د دې شرکت له پاره یوه لویه لاس ته راوړنه ده. دې پاڼې په مې میاشت کې خپل اسهام بازار ته عرضه کړل، خو د اسهامو بیه ئې رالویدلې ده.

https://p.dw.com/p/16KxS
ILLUSTRATION - Ein Smartphone auf dem das Logo des Online-Netzwerkes Facebook zu sehen ist steht am Dienstag (08.05.2012) in Berlin auf einer Tageszeitung. Mit dem Start des Handels der Facebook-Aktie an der Technologiebörse Nasdaq wird für Freitag (19. Mai) gerechnet. Foto: Marc Tirl dpa/lbn
انځور: picture-alliance/dpa

سږنۍ اوړی د فیسبوک ټولنیزې انترنیتي پاڼې له پاره چندان ښه نه وو. دې پاڼې خپل اسهام بازار ته وړاندې کړل خو د اسهامو بیه ئې راولویده. خو پر دې سربیره هم د فیسبوک د انترنیتي پاڼې مشر مارک څوکربیرگ، د خپلې پاڼې له خوا د یوه میلیارد کاروونکو د جذبولو خبر له رسنیو او خپلو همکارانو سره ولمانځه.

هغه په یوه بیانیه کې وویل: «که تاسو دغه بیانیه لولئ، نو زه له تاسو څخه مننه کوم چې ما او زما وړوکي ټیم ته مو د دې ویاړ وبخښه چې ستاسو خدمت وکړو.» هغه په بیانیه کې زیاته کړې ده چې له یوه میلیارد وگړو سره د وصلیدو په برخه کې مرسته کول، د هغه د ژوند تر ټولو لوی کار دئ.

د فیسبوک انترنیتي پاڼې ویلي دي چې دې پاڼې د سپتمبر د میاشتې په ۱۴مه نیټه په ۱۲:۴۵ بجو یو میلیارد فعاله کاروونکي جذب کړل چې په کې ۶۰۰ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې د موبایل له لارې له فیسبوک څخه کار اخلي. دې شرکت په جون میاشت کې اعلان کړی وو چې د فعالو کاروونکو شمیر ئې ۹۵۵ میلیونو کسانو ته رسیږي.

د اسهامو د بییې رالویدل

د اسهامو په مارکیټ کې د فیسبوک وضعیت چندان ښه نه دئ. فیسبوک د لومړي ځل له پاره د روان کال په مې میاشت کې د خپل هر سهم بیه ۳۳ ډالره وټاکله خو اوس دغه بیه ۲۲ ډالرو ته رالویدلې ده.

کارپوهان وایي چې ښايي د فیسبوک له پاره د گټې رامنځ ته کولو امکانات اوس ځکه محدود شوي وي چې د دې پاڼې ډیری کاروونکي اوس د کمپیوترونو پر ځای په گرځنده تیلیفونونو کې له فیسبوک څخه کار اخلي.

د Social Bakers انترنیتي پاڼې ویلي دي چې اوس په امریکا کې ۱۶۶ میلیونه کسان د فیسبوک انترنیتي پاڼه کاروي. تر متحده ایالاتو وروسته په برازیل کې ۵۸ میلیونه، اندونیزیا کې ۴۷ میلیونه او مکسیکو کې ۳۸ میلیونه کسان د فیسبوک له پاڼې څخه کار اخلي.

د فیسبوک ټولنیزه انترنتي پاڼه په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوه. تر دې نیټې راهیسې په دې پاڼه کې یو تریلیون like او ۲۱۹ میلیونه انځورونه ثبت شوي دي. د فیسبوک د کارونکو منځینی عمر ۲۲ کاله دئ.

مسعود جهش (رویترز، اسوشیتد پرس، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض

د فیسبوک د انترنیتي پاڼې مشر مارک زوکربورگ
د فیسبوک د انترنیتي پاڼې مشر مارک زوکربورگانځور: AFP/Getty Images