1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فیمین ډلې غړې له اوکراین څخه تښتیدلې دي

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبه

په اوکراین کې د «فیمین» ډلې درې تنې بنسټ ایښودونکې له دغه هیواد څخه تښتیدلې دي. تر دې مخکې په روانه اوونۍ کې پولیسو ویلي وو چې په کیف کې یې د دغې ډلې له دفتر څخه ځینې وسلې موندلې دي.

https://p.dw.com/p/19ZgX
GettyImages 178198509 (L-R) Anna Hutsol, Ukrainian feminist movement FEMEN leader, Oleksandra Shevchenko and Yana Zhdanova, the activists stand in the office in Kiev after a search on August 27, 2013. According to the press service of the organization, police found a gun, a grenade, portraits of Russian President Vladimir Putin and of Patriarch Kirill. Anna Hutsol, leader of the organization, told AFP journalist that it was a provocation organized by the security services against the activists of the organization. AFP PHOTO/ SERGEI SUPINSKY (Photo credit should read SERGEI SUPINSKY/AFP/Getty Images)
Mitglieder der ukrainischen FEMEN Gruppeانځور: Sergei Supinsky/AFP/Getty Images

د فیمین ډلې انترنتي پاڼې د شنبې په ورځ لیکلي دي چې د دغې ډلې درې تنې بنسټ ایښودونکې الکسندریا شیوچینکو، انا هوتسول او یونا ژدنوا له اکراین څخه د خپل ځان د خوندي کولو په موخه تښتیدلې دي.

په دې پاڼه کې راغلي دي چې دغو درو تنو تر هغه وروسته له اکراین څخه تېښتې ته پریکړه وکړه چې پولیسو د جمعې په ورځ هغوی د څیړنو له پاره خپل دفتر ته وغوښتل. که څه هم په پاڼې کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې د فیمین ډلې درې واړه بنسټ ایښودونکې کوم اروپايي هیواد ته تللې دي خو زیاته شوې ده چې هغوی به په اروپا کې خپل فعالیتونه جاري وساتي.

د پنجشنبې په ورځ پولیسو ویلي وو چې د فیمبن ډلې د کیف په دفتر کې یې یوه تومانچه او یو لاسي بم موندلی وو. چارواکو ویلي وو کله چې دوې ته د یوه ناپيژندل شوی کس له خوا معلومات ورکړل شول، نو په کیف کې یې د فیمین ډلې دفتر تلاشي کړ. له دې سره نو د دغې ډلې په اړه رسمي څیړنې پیل شوې دي.

د فیمین ډلې غړو ویلي دي چې هغوی وسلې نه لري او پر چارواکو باندې یې تور لگولی دی چې دغه وسلې یې د فیمین ډلې په دفتر کې ځای پر ځای کړي دي ترڅو د هغوی د نورو فعالیتونو مخه ونیسي. دې ډلې وروسته دا خبره هم اعلان کړه چې په کیف کې یې خپل دفتر پریښی دی ځکه د دغې ډلې د غړو په اند چارواکوي په دې دفتر کې د غږ ثبتولو آلې نصب کړې دي.

د فیمین ډلې غړې نجونې او ښځې ډیر وخت سیاسي اعتراضونه د خپل ځان له بربنډولو سره کوي. دغه ډله په لومړي سر کې په اکراین کې رامنځ ته شوه خو اوس یې مرکزي دفتر په پاریس کې دی. د فیمین ډله ډیر وخت د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې نیوکې کوي.

دغې ډلې همداراز ادعا کړې ده چې یو شمیر غړي یې د اکراین د استخباراتي کارکوونکو له خوا ربړول شوې وې. فینین همداراز ادعا کړې ده چې دا کار د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو په اشاره شوی وو.