1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قاهرې تاوتريخوالي مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۰ آذر ۲۶, شنبه

د مصر په پلازمېنه قاهره کي د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ په اخ و ډب کي ۷ انسانان وژل سوي دي. د فعالينو په وينا د يوه روحاني مشر په شمول ۷ انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/13UgF
د جمعې په ورځ د مظاهره کوونکو او سرتیرو تر منځ څو څو وارې اخ و ډب رامنځ ته شوی
د جمعې په ورځ د مظاهره کوونکو او سرتیرو تر منځ څو څو وارې اخ و ډب رامنځ ته شویانځور: dapd

د مصر د روغتيا د وزارت په وينا د تاوتريخوالي په تازه پیښو کې شاوخوا ۲۶۰ تنه ټپیان سوي هم دي. د وژل سوو کسانو د شمېر په هکله د منابعو معلومات توپير لري. چارواکي د ۳ تنو د وژل کیدو خبر ورکوي خو فعالين بيا وايي چي لږ ترلږه ۷ کسان وژل سوي دي چي په کې يو روحاني مشر هم شامل دی.

په مصر کي د پارلماني ټاکنو د دويم پړاو څخه وروسته دغه نوي احتجاجونه رامنځ ته سوي دي. څه باندي ۱۰۰ زره اجتجاج کوونکي د پلازمېني قاهرې په منځ کي واقع د وزيرانو د مجلس د دفتر د باندي او د ښار په مرکزي التحرير څلور لارې کي مظاهرې کوي.

د جمعې په ورځ د احتجاج کوونکو او پوليسو تر منځ څو څو وارې اخ و ډب رامنځ ته سو. د عيني شاهدانو په وينا پوليسو د احتجاج کوونکو په وړاندي د اوبو شیندونکي موټرو، سوټيانو او برېښنايي ضربه ورکوونکو ډانګونو څخه کار اخيستی دی. احتجاج کوونکو پر امنيتي چارواکو ډبري او سوځېدونکي توکي غورځولي دي. پدې ترڅ کي يو شمېر موټرو ته اور اچول سوی دی او د پارلمان د ودانۍ څخه د لوګي د پورته کېدو راپورونه ورکول سوي دي.

احتجاج هغه وخت په تاوتريخوالي واوښت، کله چي پوځي پوليسو هڅه وکړه چي د کابينې د دفتر دباندي د ناستو احتجاج کوونکو بندښت ختم کړي. احتجاج کوونکي غواړي چي په خپلو احتجاجونو سره د منځمهالې ادارې د رئيس، کمال الجنزوري، او د هغه د وزيرانو د حکومتي کار پېلونې مخه ونيسي. احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چي د هيواد واکمنه پوځي کمېټه دي په سملاسي توګه واک ملکي او قانوني حکومت ته وسپاري.

د واکمنې پوځي کمېټې لخوا د، کمال الجنزوري، د منځمهاله لومړي وزير په توګه ټاکنه پدې هم د احتجاجونو سره مخامخ سوې ده، ولي چي نوموړي د پخواني پرځول سوي ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ پر وخت هم د لومړي وزير دنده تر سره کړې وه.

د لاریون کوونکو په وړاندې د امنيتي چارواکو تاوتريخوالي د ګڼ شمېر سياستوالو نيوکي هم رامنځ ته کړي دي. پدې ترڅ کي د ولسمشرۍ لپاره کانديد او د اټومي وسلو د نړۍ والې ادارې پخواني رئيس، محمد البرادعي، د فېس بک انټرنټي پاڼې له لارې په خپل پیغام کې ويلي دي:

« که د احتجاج کوونکو لخوا د ناستې بندښت يا ممانعت غېر قانوني هم وای، نو ايا حتمي وه چي پداسي تاوتريخوالي سره هغه ختم کړل سي؟»

په مصر کي د پارلماني ټاکنو په لومړيو دواړو پړاونو کي، اخوان المسلين، تر ټولو زياتي رايي وړي دي. د ټاکنو دريم او وروستی پړاو لا د دې وروسته تر سره کېدونکی دی. اټکل کيږي چي د ټاکنو وروستۍ او حتمي پايلي به د جنورۍ په 13مه نېټه اعلان کړل سي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض