1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي زوی ښايي په لیبیا کې محاکمه شي

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه

هاگ میشته د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې له لیبیا څخه غوښتي دي چې د معمرالقذافي زوی سیف الاسلام، دوی ته د محاکمه کولو له پاره وسپاري خو د لیبیا حکومت غواړي چې هغه پخپله په لیبیا کې محاکمه کړي.

https://p.dw.com/p/14YrX
انځور: AP

په هاگ کې د جنایي جرمونو نړیوالي محکمې International Criminal Court له طرابلس څخه غوښتي دي چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او سیف الاسلام د نورو پوښتنو له پاره دې محکمې ته وسپاري.

دا خبره وروسته له هغه توده شوه چې د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې د لیبیا د مشرانو هغه غوښتنه رد کړه چې د هاگ محکمې ته د سیف الاسلام د سپارلو موده وغځوي.

د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې د تیر کال د جون په میاشت کې وروسته له هغې د سیف الاسلام د نیولو امر صادر کړ چې څارنوالانو داسې ثبوتونه وړاندې کړل چې په لیبیا کې د معمر القذافي پر ضد د راپورته شوو لاریونونو په ترڅ کې هغه د مظاهره کوونکو په وژنو کې لاس درلود. دغه ۳۹ کلن شکمن تیر کال د نومبر په میاشت کې د لیبیا د وسله والو له خوا د نایجیر پولې ته څیرمه ونیول شو.

د جنایي جرمونو نړیواله محکمه پر دې خبره ټینگار کوي چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شوری پریکړه لیک دوی ته په دغه قضیه کې د قضایي صلاحیت حق ورکوي. خو د لیبیا حکومت غواړي چې سیف الاسلام په لیبیا کې محاکمه کړي.

د حکومت یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ په طرابلس کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په مستقیمه توگه په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه، خو داسې یوې خبرې ته ئې اشاره وکړه چې د طرابلس چارواکي اوس هم په دې پلان باندې کار کوي چې د سیف الاسلام محکمه په لیبیا کې تر سره شي.

د حکومت دغه ویاند په خپلو خبرو کې وویل: «د عدلیې وزارت اعلان کړی دئ چې د مرکزي زندان تیاری بشپړ شوی دئ. هغوی د سیف الاسلام محاکمې ته اماده دي او دا کار به ژر تر سره شي.»

که چیرې د لیبیا په محکمه کې پر سیف الاسلام لگول شوي تورونه ثابت شي، نو ښایي هغه د مرگ له سزا سره مخامخ شي. په داسې حال کې چې د جنایي جرمونو په نړیواله محکمه کې هغه د اوږدې مودې د بند له سزا سره مخامخ کیدای شي.

د قذافي پلویانو هیله څرگنده کړې ده چې سیف الاسلام به نړیوالې محکمې ته وسپارل شي ځکه چې هغوی ویره لري چې په لیبیا کې به د هغه محاکمه منصفانه نه وي. نیویارک میشته د بشري حقونو ټولنه Human Rights Watch هم وایي چې په هاگ کې به د سیف الاسلام محکمه د لیبیا په پرتله ډیره عادلانه وي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش