1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي يو بل ملگری د ياغيانو سره يو ځای سو

۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبه

د څو مياشتو راهيسي د لبيا د واکمن معمرقذافي او د هغه د ريژيم په وړاندي يو وسله وال پاڅون رامنځ ته سوی دی. د دغه پاڅون اصلي مرکز د بنغازي ښار دی چي اوس د قذافي يو بل زوړ ملگری هم هلته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/12KY4
د قذافي واک مخ په کمېدو دی
د قذافي واک مخ په کمېدو دیانځور: picture alliance/dpa


عبدالسلام جلود د قذافي د نژدو ملگرو څخه بلل کيږي چي اوس د ياغيانو سره يو ځای سوی دی. نوموړی کس په 1970م مېلادي کال په لبيا کي د کابينې رئيس ؤ او د نوموړي هيواد د واک په کړۍ کي دويم کس شمېرل کېدی.

په بنغازي کي د ياغيانو يوه وياند ويلي دي چي عبدالسلام جلود پدې توانېدلی دی چي د طرابلس څخه و بنغازي ته ځان ورسوي. د جلود په هکله ويل کيږي چي هغه په طرابلس او په بشپړه توگه په لبيا کي گڼ شمېر ټلوالې او لېوالان لري. د نوموړي کس په هکله ويل کيږي چي هغه د عامو خلکو تر منځ هم زيات محبوبيت لري.

گرچه په 90 مه لسيزه کي د قذافي او جلود تر منځ بعضي مخالفتونه رامنځ ته سوي ول خو ويل کيږي چي دواړو دغه مخاليفتونه بېرته هوار کړي ول. ويل کيږي چي جلود د هغه برسېره د قذافي د اعتبار سړی ؤ.


ياغيانو ويلي چي په عيني حال کي دوی بندري ښار البریقه په بشپړه توگه تر خپل کنټرول لاندي راوستلی دی. د دغه ښار پر سر د تيرو څو اونيو راهيسي د حکومتي او ياغي ځواکونو تر منځ سخته جگړه روانه وه.

ويل سوي چي د زليتن ښار چي د طرابلس په ختيځ کي پروت دی هم په بشپړه توگه د ياغيانو تر کنټرول لاندي راغلی دی. د دې څخه تر مخه ياغيانو د الزاويه ښار هم تر خپل کنټرول لاندي د راوستلو ادعا کړې وه.

معمر القذافي په دوامداره توگه د ياغيانو لخوا تر فشار لاندي دی او ويل کيږي چي اوس پخپله په طرابلس کي هم ياغيانو اړيکي ټينگي کړي دي. د لبيا ياغيان د فرانسې، المان او د امريکا د متحده ايالتونو تر څنگ د يو شمېر نورو هيوادونو لخوا هم په رسيمت د لبيا د اصلي استازو په توگه پېژندل سوي دي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش