1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي کورنۍ الجزاير ته واوښته

۱۳۹۰ شهریور ۸, سه‌شنبه

د لبيا د پخواني واکمن معمر القذافي مېرمنه، يوه لور او دوه زامن د الجزاير هيواد ته په تښتېدلو کي بريالي سوي دي. دا خبر د الجزاير د بهرنيو چارو وزارت هم تائيد کړی دی.

https://p.dw.com/p/12Pis
د قذافي میرمن صفیه
د قذافي میرمن صفیهانځور: dapd

د الجزاير د بهرنيو چارو وزارت په خپله يوه اعلاميه کي ويلي دي چي د لبيا ياغيان او ناټو يې پدې خبر کړي چي د قذافي کورنۍ و دغه هيواد ته رسېدلې ده.


د دوشنبې په ورځ د الجزاير د بهرنيو چارو وزارت و خبري آژانس اې پي ايس ته وويل چي د قذافي مېرمنه، صفیه، لور عايشه او زامن هنيبال او محمد د الجزاير و خاورې ته اوښتي دي.


د دغه خبر په لومړي غبرګون کي ياغيانو په سملاسي توګه د قذافي د کورنۍ د ورسپارلو غوښتنه وکړه. د ياغيانو د شورا غړو ويلي که الجزاير د قذافي و کورنۍ ته پناه ورکړي نو دا به د لبيايانو په وړاندي يو تجاوز وي. ياغيانو ويلي چي خپله پوره هڅه به وکړي تر څو د قذافي کورنۍ په لبيا کي و محکمې ته وړاندي کړي. الجزاير د لبيا په ګاونډي هيوادو کي يوازنی هيواد دی چي د لبيا ياغيان يې لا تر اوسه په رسميت ندي پېژندلي.
 

د لېبیا د د مؤقتې شوری غړي، عثمان بنزازي وویل:« الجزایز یو داسې هیواد دی چې د هغه سره موږ ډیرې اوږد تاریخ لرو. خو متأسفانه د هغه سره زمونږ مناسبات اوس ښه نه دي. مونږ په یوه سخت حالت کې یو، او اوس پر هغه باندې نباید شخړه وشي. مونږ په الجزایر کې د خپلو دوستانو مرستو ته ضرورت لرو.»


پخپله د قذافي په هلکه لا تر اوسه معلومات نسته چي هغه چيري دی. اېټالوي خبري آژانس انسا ليکلي دي چي قذافي او د هغه دوه زامن د طرابلس څخه په سل کلومترۍ کي پراته بني وليد کي پټ دی. دغه آژانس د دغو معلوماتو منبع د باور وړ لبيايي ډيپلوماتان بللي دي.

د امريکا د متحده ایالتو چارواکي هم اټکل کوي چي قذافي به لا تر اوسه په لبيا کي وي. سپيني ماڼۍ ويلي دي چي داسي هيڅ معلومات نه لري چي قذافي دي د لبيا څخه وتلی وي.

د رویټرز خبري آژانس بيا د لبيا د ياغيانو له خولې خبر ورکړی ؤ چي د قذافي زوی، خميس، وژل سوی دی. پدغه راپور کي ويل سوي ول چي خميس په جګړه کي ژوبل سوی او د خپلو زخمونو له کبله په روغتون کي مړ سوی دی. خو د دغه خبر پخلی د بېطرفه منابعو لخوا ندی سوی. خميس د قذافي د ځانګړو ځواکونو قومندان هم ؤ چي د مړينې په هکله يې تر مخه هم ضد و نقيض خبرونه ورکول سوي ول.

د لبيا ياغيان غواړي چي ناټو يې مخ په وړاندي هم پوځي مرستو ته دوام ورکړي. دوی غواړي چي ناټو د قذافي پر پاتې ځواکونو خپل پوځي فشار قايم وساتي. د ياغيانو د شورا رئيس مصطفی عبدالجليل ويلي دي چي قذافي تر اوسه لا د دې توان لري چي لوی تاوان رامنځ ته کړي.

په عيني حال کي اروپايي ټولنې په طرابلس کي خپل دفتر پرانستلی دی. ويل سوي چي دغه دفتر په طرابلس کي د اوبو، خوراک او درملو د انتظام لپاره کار کوي. په اروپايي ټولنه د کي بشري مرستو مسؤلي، کريسټالينا ګيور ګيوا، ويلي دي چي د اروپايي ټولنې کارپوهان به د مرستو په انسجام کي په سملاسي توګه فعاله ونډه واخلي. د مالټا هيواد و طرابلس ته يوه داسي کښتۍ لېږلې ده چي پکښي 340 ټنه خوراکي توکي، د چښاک اوبه او درمل بار دي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سیدریاض