1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قربانيانو کورنۍ: جنايتکاران بايد محاکمه سي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ اردیبهشت ۵, جمعه

د ثور د اوومې او اتمې نیټې د قربانیانو کورنۍ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې په دغو نیټو د جنگي جنایتونو د عاملینو د محاکمې غوښتونکې شول. دغو کسانو وویل چې په دغو نیټو په افغانستان کې «هولناک ناورینونه» رامنځ ته شول.

https://p.dw.com/p/1BoSZ
انځور: DW/H. Sirat

ویل کیږي چې د ثور پر اوومه او اتمه نېټه په افغانستان تر انقلاب وروسته په زرونو افغانان په بیلابیلو نومونو ورک شول. د دغو قربانیانو کورنیو په کابل د ورکو شوو کسانو د ښخولو نمایشي مراسمه تر سره کړل.

د قربانیانو د کورنۍ یوه غړې طاهره، وایي چې د کمونيستي نظام پر وخت افغانانو ټول وخت دعا کوله چې په هیواد کې یې یو اسلامی حکومت رامنځ ته شي. خو د هغې په خبره کله چې په افغانستان کې د مجاهدینو حکومت واک ته ورسید، نو افغانانو بیا د ژوند تر ټولو بدي ورځي تجربه کړي. «هغه عام وژني چې ما پخپلو سترگو لیدلي دي، لوی جنایتونه ول. داسې یوه ورځ باید را ورسیږي چې په خپله خلک د خپلو شهیدانو او قربانیانو د ویني قیمت له جنایتکارانو څخه وغواړي.» په دغه غونډه کې د هر قرباني کورنۍ د هغه د انځور مخې ته د درناوي د دود له مخې گلان کښېښودل.

اوس په افغانستان کې د ډیرو کسانو په منځ کې د ثور اوومه نېټه یوه توره ورځ گڼل کیږي. په دې ورځ د کمونیزم پلوي گوندونه په افغانستان کې د یوې کودتا په پایله کې واک ته ورسیدل او ویل کیږي چې ډیر شمیر کسان چې د هغوی مخالف ول، یې ووژل.

له بلې خوا بیا په افغانستان کې د ثور اتمه نېټه پر کمیونیزم باندي د مجاهدینو د بریا د ورځې په توگه لمانځل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمېر عادي افغانان دغه ورځ هم نه لمانځي، ځکه د افغانستان پر کمونیستي حکومت باندي د مجاهدینو تر بریا وروسته، په دې هیواد کې کورنۍ جگړه پیل شوه.

ډیر شمیر عادي افغانان هم د ثور اوومه او هم اتمه نېټه د افغانستان په تاریخ کې دوې توري ورځي گڼي چې له کبله یې د هغوی په خبره ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د قربانيانو د کورنۍ غړي
د قربانيانو د کورنۍ غړيانځور: DW/H. Sirat

طاهره وایي چې تر اوسه پوري په افغانستان کې داسې یو نظام نه دی حاکم شوی چې وکولای شي عدالت تطبیق کړي: «له بده مرغه چي د ولسمشر کرزي حکومت په دې توانیدلي نه دی چې دغو مسایلو ته توجه وکړي. یوازي د افغانستان عادي خلک کولای شي د خپلو عزیزانو غچ واخلي.»

د دغو دوو ورځو د قربانیانو د کورنۍ یو غړی مختار احمد، وایي: «د هغه وخت رژیم او د پخواني شوروي اتحاد ملگرو یې په نیمه شپه کې زموږ پر کور باندي برید وکړ او زموږ د کورنۍ پنځه غړي یې له ځان سره بوتلل. څو ساعته وروسته له یوې محکمې پرته په ډیر ظالمانه توگه په پلچرخي زندان کې هغوی ووژل شول.»

د قربانیانو د کورنیو غوښتني

د قربانیانو د کورنۍ غړو یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې یې د «ملي مصالحې د قانون» د لغو کیدو غوښتنه وکړه. دغه قانون چې د افغانستان د پارلمان له خوا تصویب شوی دی، پکښې ټول هغه کسان له قانوني تعقيبه خلاص دي چې په تیرو درو لسیزو کې یې جنایتونه ترسره کړي دي.

په دې اعلامیه کې هم له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې د «منازعې د ترسیم رپوټ» خپور کړي. دغه رپوټ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له خوا جوړ شوی دی. په رپوټ کي ټول هغه جنایتونه انځور شوي دي چې د کمونيستي حکومتونو، مجاهدینو او طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

په دې اعلامیه کې دغه راز د افغانستان له راتلونکې حکومت څخه غوښتل شوي دي چې په جنگي جنایتونو تورن کسان په لوړو پوستونو کې مقرر نه کړي.