1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د قرغزستان له خاوري به پر ايران بريد نه کيږي"

۱۳۹۰ بهمن ۲۰, پنجشنبه

په بشکيک کي د ايران سفير وايي چي د قرغزستان حکومت به د امريکا متحده ايالاتو ته دا اجازه ورنه کړي چي له خا,ري څخه ئې پر ايران باندي بريد وسي.

https://p.dw.com/p/13zyR
انځور: picture-alliance/dpa

په بشکيک کي د ايران سفير منوچهر مراد وايي چي هغه باور لري چي د قرغزستان هيواد به هيڅ وخت د امریکا متحده ايالاتو ددې اجازه ورنه کړي چي د ماناس هوايي اډه دي دده د هيواد پرضد باندي و کارول سي.

په قرغزستان کي د ماناس هوايي اډه په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د ملاتړ په موخه کارول کيږي.

مراد دغه راز ويلي دي چي هر هغه هیواد چي په سیمه کي د امریکا د متحده ايالاتو له پاره دغه ډول امکانات برابر کړي چي له خاوري څخه ئې پر ايران باندي بريد وسي د خپلو کړنو جواب به بیا وايي.

«د بشکيک هوايي اډه يوازنۍ اډه نه ده چي امريکايان ئې په نژدې ختيځ يا مرکزي اسيا کي لري. امریکایان دغو اډو ته پخپله هيڅ دلچسپي نه لري. دغه اډې ډير ژر زموږ هدف گرځېدلای سي.»

هغه دغه راز ويلي دي چي امریکا خپله اوس دې نتيجې ته رسېدلې ده چي له ايران سره د ديپلوماتيکو لارو خبري وسي نه د جگړې.

«که سړی د اوباما وروستيو څرگندونو ته څيرسي هغه خپله وايي چي کيدای سي د ايران سره د اټومي لانجې خبره له ديپلوماتیکو لارو حل سي.»

په قرغزستان کي د ايران د سفير په خبره امريکا په گاونډي هيواد عراق په جگړه کي ترخو تجريبو او په خپل هيواد کي تر دې فشار لاندي چي په يوه وخت کي په ټوله نړۍ کي جگړه پر مخ بیايي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړه.«نو په داسي یوه حالت کي د اوباما د ادارې له پاره جگړه هيڅ گټه نه لري.»

نوموړي دغه راز وويل چي ايران نه عراق نه افغانستان او نه هم داس لکه د القاعدې ډله:

«موږ داسي يو هيواد يو چي هر څه لرو وسلې، پرمختللی تخيک او هر هغه څه چي د یوه هيواد په درد خوړل کيږي. زموږ پوځ په دې وتوانېدی چي د امريکا هغه بې پيلوټه الوتکه چي نه کشفيږي راکښته کړي.»

منوچهر مراد وويل چي په دې وروستيو کي د ايران پرضد ډير شعارونه د اسرائيلو له خوا راپورته کيږي. خو موږ په دې کي شک لرو چي اسرائيل دي يو څه وکولای سي.«ددوی له پاره د لبنان کوچنۍ جگړه ډيره گرانه تمامه سوه چي هغه هم د حزب الله له ډلي سره وه.»

په قرغزستان کي د ايران سفر وويل چي موږ د دغه هيواد د جمهور رئيس الماس بيک اتمبایف د هغي خبري هرکلی کو چي وايي په هيواد کي دي ئې د امریکايي ځواکونو ستره پوځي اډه وتړله سي او ځواکونه دې ووزي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش