1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر د اقليم ساتنې سرمشريزه ښايي ناکامه شي

۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبه

د قطر ولسمشر په دوحه کې په ډېر ټينګار سره د يووالي غږ پورته کړی دی. هغه ګډونوالو ته د جوړ جاړي په موخه داسې وړانديزونه وړاندې کړل چې په سر يې بايد نورې خبرې هم وشي.

https://p.dw.com/p/16yWx
انځور: DW/ A. Rönsberg

له دې وروسته هغه غونډه چې بايد اصلا د جمعې په ورځ پای ته رسېدلې وای، يو ځل بيا له خنډ و ځنډ سره مخامخ شوه. د قطر مرستيال لومړي وزير او د اقليم د غونډې مشر، عبدالله بن حمد العطيه د بيړې خبره هم کوله. ويل يې چې پرېکړه بايد ژر تر ژره وشي. ښه کارونه د هغه په وينا بشپړېدای نه شي.

دا چې استازي بېرته په تلو دي، نو د څو ساعتونو په ترڅ کې بايد غونډه هم پای ته ورسېږي. العطيه وړانديز هم وکړ چې د کيوټو پروتوکول چې اصلا د کال تر پايه پورې خپل اعتبار د لاسه ورکوي او موخه يې د ځمکې د کرې د ګرمېدو څخه مخنيوی دی، دې اوږد کړای شي. پرمختلونکو او د صنعتي کېدو په درشل کې د ولاړو هېوادونو سره د مالي مرستو په سر پرېکړه به راتلونکي کال ته وځنډول شي.

اصلي موخې تر سره نه شوې

د قطر د غونډې اصلي هدف دا و چې يو نړيوال اقليمي تړون ته لاره هواره شي. دغه تړون دې په ۲۰۱۵ م کال کې منل شوی او په ۲۰۲۰ م کال کې پلی شوی وای. دغه کار ښايي د کيوټو پروتوکول په تمديدېدو سره عملي بڼه هم ونيسي. خو صنعتي، پرمختلونکي او د صنعتي کېدو په درشل کې ولاړ هېوادونه په ټولو مرکزي پوښتنو کې ډېر بېل دريځونه لري. د مضرو ګازو د توليد په راکمولو کې غونډه پاته راغله.

د سرمشريزې مشر العطيه دا خبره ومنله چې نوي وړانديزونه هم ټولو موضوعګانو ته د حل لاره نه په ګوته کوي. د يوې شپنۍ ناستې په ترڅ کې نوموړي وزير او ګڼ شمېر استازو د جوړ جاړي د موندلو هڅه کړې وه. د آلمان د چاپېريال ساتنې وزير، پېتر التماير، هم چې په خبرو اترو کې يې فعال نقش درلود، دغه شپه ډېره اوږده بولي. ټولو هېوادونو بايد خپلې غوښتنې ده ته ويلې وای. نوموړي فقط يو نيم ساعت خوب وکړ. التماير لږه خوشبيني څرګنده کړه. ده ته ټويټر د لارې خبر ورکړ چې «د پرون ماښام راهيسې پرمختګونه ليدل کيږي او شاتګونه نشته. خو پرېکړې لا نه دي شوې.»

afp, dadp, dpa, rtr/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض