1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر په مشرۍ کي بدلون

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۴, سه‌شنبه

د قطر هيواد په رهبرۍ کي بدلون راغلی. ۳۳ کلن شېخ تميم بن حامد الخليفه د خپل پلار ځای ناستی سو. شېخ حامد بن خليفه الثاني د روغتيايي ستونزو له کبله واک خپل زوی ته وسپاره.

https://p.dw.com/p/18vYx
Qatar's Crown Prince Sheikh Tamim Bin Hamad al-Thani attends the closing ceremony of the 12th Arab Games at Al-Sadd Stadium in Doha, in this December 23, 2011 file picture. Qatar's Emir Sheikh Hamad bin Khalifa al-Thani said on June 25, 2013 he was stepping down and handing power to his son Sheikh Tamim, explaining it was time for a new generation to take over. REUTERS/Fadi Al-Assaad/File (QATAR - Tags: SPORT ROYALS)
Katar Kronprinz Tamim bin Hamad al-Thaniانځور: Reuters

شېخ حامد بن خليفه الثاني په يوه تلويزيوني وينا کي اعلان وکړ، چي اوس هغه وخت رارسېدلی دئ چي «نوی فصل پيل سي».

پر دې سربيره امير وويل: غواړي چي «مسئولیت نوي نسل ته وسپاري». وليعهد شېخ تميم بن حامد الخليفه چي ۳۳ کلن دئ، د سيمه ييزو مشرانو په پرتله ډېر ځوان دئ.

په عربي نړۍ کي دا لومړی وار دئ چي يو مشر داوطلبانه خپل واک سپاري. د قطر امير چي تر اوسه ئې هم د قدرت واگي په لاس کي ده په ۱۹۵۲ کال کي زېږېدلی دئ او په ۱۹۹۵ کال کي د يوې کودتا په ترڅ کي واک ته ورسېد د مدرن قطر ميمار بلل کيږي.

له ښی اړخه حامد بن الخليفه الثاني او د هغه ځای ناستی زوی کيڼ اړخ ته شېخ تميم بن حامد الخليفه په دوحه کي
له ښی اړخه حامد بن الخليفه الثاني او د هغه ځای ناستی زوی کيڼ اړخ ته شېخ تميم بن حامد الخليفه په دوحه کيانځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د هغه د شل کلني واکمني پر مهال په خلج کي دغه کوچنی هيواد د سرشاره طبيعي گازو د زېرمو په خاطر په نړيواله کچه يو مهم هيواد وگرځېد.

د دغه هيواد د الجزيرې په نامه تلويزيوني شبکه اوس په عربي نړۍ کي يو له مهمو خبر رسولو له شبکو څخه ده. قطر دغه راز د سورې او ليبيا په کړکېچونو کي يو ډير مهم رول لوبولی دئ.

په دې وروستيو څو اونيو کي د قطر امير د ناروغۍ خبري کېداې او ويل کېده چي کيدای سي د سياست له ډگره ليري سي.

شېخ تميم په ۱۹۸۰ کال کي زېږېدلی دئ او د امير د دوهمي ماينې دوهم زوی دئ. هغه خپلي لوړي زده کړي د بريتانيا په «سند هورست» پوځي اکاډمۍ کي تر سره کړي دي.

شېخ تميم يو تکړه افسر او د خپل هیواد د وسله وال ځواک د عمومي قوماندان مرستيال هم دئ. هغه دغه راز په ۲۰۲۲ کال کي په دغه هيواد کي د فوټبال د نړيوال جام د سياليو د ترسره کېدو د کمېټې مشري هم پرغاړه لري.

ديپلوماتان وايي، چي پلار ئې په درو وروستيو کلونو کي هغه ته ډير پوځي واکونو ورکړي ول. تمه ده چي امير به اوس هم د پردې ترشا يو بانفوذه رول ولري.