1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

010908 Eu Sondergipfel Georgien

Dornblüth, Gesine ۱۳۸۷ شهریور ۱۱, دوشنبه

نن د بلجيم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايې ټولنې د غړيو هيوادونو دولتې او حکومتې مشرا ن د یوې فوق العاده ځانګړې غونډې د پاره سره جرګه کيږې. په دغه ځانګړې غونډه کې د قفقاذ په لانجې او په دې اړوند د روسيې سره د اوروپايې ټو

https://p.dw.com/p/F8Y4
انځور: DW-Montage/Bilderbox.de

د دغې غونډې په پيل کې دوې پوښتنې د پاملرنې وړ دې:

یوه دا چې ګورجستان د دغې غونډې څخه څه تمه لرې او بله دا چې د روسيې غبرګون به د دغې غونډې په مقابل کې ځه وې.

د اوروپايې ټولنې د 27 غړيو هیوادونوددولتې او حکومتې مشرانو دغه ځانګړې غونډه د اهميت وړ يوه غونډه بلل شوې. دا چې په دغه غونډه کې به له ګورجستانه د اوروپايې ټولنې د ستقيمو مرستو به اړه خبرې او پرکړې وشې په دې کې به د اوروپايې ټولنې د ټولوغړیو هیوادونو نظريې او دريځونه سره ورته وې.
خو دا چې د قفقاذ د روانو لانجو په اړوند د روسيې سره به د اوروپايې ټولنې غړې څه چال چلند وکړې په دې برخه کې به ارو مرو د نظريو توپير د غونډې د برخه والو ترمنځ موجود وې. مثلا ويل کيږې چې په راتلونکې کې د اروپا ټولنې غړيو هیوادونو ته د سفر کولو دپاره روسانو ته په آسانې سره ويزې ورنکړ شې . يا روسان به په راتلونکې کې په آسانې سره ونشې کړاې د اروپايې ټولنې په غړيو هیوادونو کې شته منې ترلاسه کړې.

د ابخازيا او سويلې اوسيتیا بيرغونه
د ابخازيا او سويلې اوسيتیا بيرغونهانځور: AP Graphics/DW

د قفقاذ د سيمې په روانه لانجه په روسيې باندې له دی امله نیوکې کیږې چې روسيه له ګورجستانه څخه جلا شوې سیمې سويلې اوسيتیا او او ابخازيا دخپلواکو دولتونو په څير په رسميت پيژندلې او له بله پلوه روسيه دخپلو پخوانيو ژمنو په خلاف د ګورجستان د اصلې خاور ی د ټولو سيمو څخه به بشپړه توګه خپل وسله وال ځواکونه ندې ايستلې .

نود اروپايې ټولنې د مشرانو د روانې غونډې څخه د ګورجستان وګړې او حکومت ډيرې تمې لرې . مثلا

Keti Khudzischwili د ګورجستان په یوه کوچنې صنعتې ښار کې ښونکې ده . څو ورځې د مخ دغه سيمه د روسانو له خوا نیول شوې وه . دغه ښونکې وايې چې :

زه فکر کومه چې د دغه کړکيچ د حل د باره به يوه لاره وې او هغه دا چې د روسيې په ضد بايد د اوروپايې ټولنې د غړيو هیوادونو له خوا اقتصادې بنديزونه ولګول شې . او که دا کار نشې نو روسان به خپل روان چال چلند ته دوام ورکوې . پو تين او ميدویدوف پرله پسې په مرکو کې وايې چې مونږ له هيڅ خشې څخه ويره نلرو. نو يواځې که چيرې د روسيې به ضد سخت اقتصادې بنديزون ولګول شې، نو د دغه هیواد سیاست مداران به واقعيتونه ومنې .

همدا شان د ګورجستان ځينې حکومتې مسولین هم د دې ِغوښتونکې دې چې بايد دروسيې په ضد دې اقتصادې بنديزونه ولګول شې . مثلا د دغه هيواد د دفاعې چارو د وزارت معين Batu Kutelia وايې چې:

مونږ به داسې يوه موقعيت کې نه يو چې خپل خواهشات او غوښتنې په لوړ غږ سره ووایو یا نوروته د خپلو غوښتنو او تمو به هکله هدايت ورکړو. خو له بله پلوه مونږ وينو چې اروپا او د نړې نور ډيموکرات هيوادونه ټول په يوه نظر دې چې روسانو د يوه خپلواک دولت په حقه حقوقو تيرې کړې او د روسانو د تيرې دغه عمل ته به اوروپايې ټولنه او نور ديموکرات هيوادونه يو مناسب ځواب ووايې او د روسيې په مقابل کې لازم تدابير ونيسې . دا چې ګورجستان د اوروپاي ټولنې څخه د څومره مرستو تمه لرې به دې هکله د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله Nino Kalandaze وايې چې:

Georgien mit der Region Abchasien Karte Grafik
انځور: AP

مونږ د اوروپايې ټولنې څخه د دومره مرستو تمه لو چې دوی يې له مونږ سره کولاۍ شې . دغه مرستې به د پناغوښتونکو سره وې چې شمير يې 45 زرو ته رسيږې او د بيرته رغونې د هغه زير بنايې پروژوچې د وروستيو جګړو په بهير کې زيان من شوې دې.

خو روسانو د اوروپايې ټولنې د مشرانو د ځانګړې غونډ ې د پیل څخه مخکې يو ځل بيا د قفقاذ دلانجې په اړوند د خپل هغه چال چلند څخه دفاع کړې چې دوی تر اوسه تعقيب کړې او يو ځل بيا روسانو دا خبره جوته کړيده چې دوی به له بهره څخه د هيڅ دول فشار په مقابل کې د ابخازيا او سويلې اوسيتیا د خپلواکې د منلو د اصل څخه تير نشې. د روسی ولس مشر دیمتری ميدويدوف د ابخاذيا او د سويلې اوسيتيا د په رسميت پيژندلو مساله يوه په شا نه تلونکې مساله ګڼلې . د روسيې د بهرنيو چارو وزير Sergej Lawrow نن په مسکو کې ويلې دې چی د ده هيواد د قفقاذ په روانه لانجه کې د تيری کونکې په مقابل کې يو غبرګون ښودلاې، چی استاندارد غبرګون بلل کيداې شی. او کوم کار چی مونږ کړې د نړيوال حقوقو د اساساتو سره سم کار بلل کيږې .

به بروکسل کې د اورپايې ټولنې دغړيو هیوادونو د مشرانو د ځانګړې غونډې د رسمې پيل خه د مخه دفرانسې لمړې وزير Francois Fillon ویلې دی چې د بروکسل په غونډه کې د روسيې په ضد داقتصادې بندیزونو د لګولو موضوع د غونډې په آجندا کې نده نیول شوې او هسې چی ويل شوې، د فرانسې ولس مشر نيکولاې سرکوزی غواړې چې دې به بيا د منځګړيتوب د پاره مسکو او ګورجستان ته سفر وکړې او دغه نظر به سرکوزی نن د په بروکسل کې د اوروپايې ټولنې د مشرانو په غونډه کی هم مطرح کړې.