1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قندیل بلوچ وژنه او د پاکستاني ټولنې غمیزه

تنویر شهزاد، لاهور۱۳۹۵ تیر ۲۸, دوشنبه

پاکستانۍ ماډله او هنرمنده قندیل بلوچ ډیره غازي خان ته څیرمه په خپله پلرنې هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده. د هغې وژلو په پاکستاني ټولنه کې بېلا بېل غبرگونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/1JQh3
Qandeel Baloch Bloggerin
انځور: Facebook/Qandeel Baloch via Reuters

قندیل بلوچ خپل ورور د پت په نوم ووژله. پولیسو د هغه ورور وسیم ونیو او هغه د رسنیو پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف هم وکړ.

قندیل بلوچ له دې نړۍ سترگې پټې کړې خو تر شا یې ډیرې پوښتنې بې ځوابه پریښې. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې قندیل بلوچ چې له کوم انجام سره مخامخ شوه، آیا یوازې د هغې ورور د دغه کار له پاره گرم دی او که پاکستاني ټولنه هم؟

تیروتنه یا آزادي؟

د پاکستان د جماعت اسلامي گوند یو مرکزي مشر فرید احمد پراچا، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې له قندیل بلوچ څخه چې کومې «تیروتنې» شوي دي د خدای پر وړاندې به د هغې ځواب په خپله ووایي، خو دا سمه نه ده چې هغه دې یوازې گرمه وي.

د پراچا په خبره پاکستانۍ ټولنه، د تعلیم نظام او رسنۍ د دې ټول حالت له پاره مسوولي دي. د هغه په وینا «موږ ته غور په کار دی کې چې ځیني وختونه موږ د کوچنیو گټو له پاره په داسې کارونو لاس پورې کوو چې پر ټولنې باندې یې اغیزه له پامه غوځول کیږي».

فرید پراچا دا خبره هم کوي چې د ټولنې د اصلاح له پاره محراب او منبر او تعلیمي ادارو خپل اغیزناکه نقش نه دی تر سره کړی: «اسلام د ښځې د احترام پر بنا د یوې پاکې ټولنې د جوړیدو خبره کوي، چې په کې د ښځو د خوندیتوب او د هغوی د ستونزو د حلیدو خبره شوې ده. د قندیل په معامله کې د یوه وگړي له لوري د قانون په لاس کې اخیستل هم غلط کار دی، ځکه چې قتل، قتل دی. د جزا او سزا د پریکړې له پاره باید قانوني لاره خپله کړل شي.»

«سره کرښه» څوک ټاکي؟

شنونکي سلمان عابد وایي چې د قندیل بلوچ د وژلو له پاره ټولنه او په خپله قندیل گرم دي. د هغه په خبره پاکستانۍ میډیا د خپلې درجې د لوړیدو په خاطر قندیل بلوچ استعمال او تماشا یې ترې جوړه کړی، پر دې سربیره قندیل بلوچ ته د گواښونو وروسته هم د عریضو سربیره حکومت هغې ته هیڅ ډول خوندیتوب ور نه کړ نو له دې کبله دولت هم ملامت دی.

هغه زیاتوي چې د پت په نوم د وژنو له پاره ټولنه هم کوم مهم نقش نه لوبوي: «دا عجیبه خبره نه ده چې تر هرې دغه شان پیښې وروسته په پاکستاني ټولنه کې هر ځل یوازې ښځه وژل کیږي، پاکستاني ټولنه په عام ډول دې پیښه کې ښکیل سړی جواب ورکونکي نه گڼي.»

دغه شنونکی په خپلو خبرو کې وړاندې وایي چې د قندیل غلطي دا وه چې د شهرت تر لاسه کولو په حرص کې یې د ټولنې له لوري د وضع کړل شوي «سره خط» څخه پښه واړوله او په پاکستان کې موجودو حساسیتونو، دودونو او د ټولنې اخلاقو ته یې پام و نه کړ. خو د سلمان عابد په خبره د دې معنی بیا هم دا نه ده چې یو څوک دې قانون په خپل لاس کې واخلي.

«د دردونو اوږد داستان»

د «وومن رایټس کمېشن» په نوم د پاکستان د یوه غیر دولتي ادارې مشرې او د پارلمان پخوانۍ غړې مهناز رفیع، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په پاکستاني ټولنه کې د ښځو د درد کیسه ډیره اوږده ده. د هغې په خبره د هیواد په ځینو برخو کې د ښځو وضعیت له څارویو هم بدتر دی. پر ښځو د تشدد او د ښځو د سپکاوي په څیر د پیښو رپوټونه هره ورځ په ورځپاڼو کې وي: «موږ د اسلام نوم اخلو، خو د ښځو د حقوقو په هکله پر اسلامي تعلیماتو باندې عمل نه کوو.»

مهناز رفیع، په دې آند ده چې په پاکستاني ټولنه کې ښځو ته هم محتاطانه چلن خپلول په کار دي. هغه زیاتوي که چیرې یوه ښځه په خپله خوښه ژوند تیرول غواړي، نو د هغې د وژلو اختیار هیچا ته نه شي ورکول کیدای. مهناز رفیع زیاتوي چې یوازې د جزا په ورکولو سره دغه حالت نه شي اصلاح کیدلی، بلکې د ټولنې ټولې طبقې باید د اصلاح له پاره لاس په کار شي.

د «عورت فاونډیشن» په نوم د یوه بل غیر دولتي سازمان څخه ممتاز مغل وایي چې تیر کال په پاکستان کې د «پت» په نوم ۱۷۸ ښځې وژل شوي دي. هغه زیاتوي دا چې زیاتره وخت په دغسو پیښو کې د کورنۍ کسان ښکیل وي نو په عام ډول ابرا کیږي او مجرم سزا نه ویني.

د ممتاز مغل په خبره له تیرې څه مودې راهیسې چې حکومت لږ په اغیزناک ډول د «غیرت» په نوم د وژل شوو میرمنو قضیې تعقیبوي، نو دغسې پیښې هیڅ نه ثبتیږي.

تنویر شهزاد، لاهور